سولې شورا: په سعودي کې د دیني علماء غونډه د افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې وي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د اسلامي نړی عالمان به د سعودي عربستان په غونډه کې په افغانستان کې جنګ مردود او د سولې جهاد اعلان کړي.

په داسې حال کې چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو لپاره د هرې ورځې په تېرېدو په ملي او نړیواله کچه غوښتنې ډېرېږي د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د علماوو ناسته برخلیک ټاکونکی رول لري.

د دغې شورا ویاند احسان الله طاهري د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۸مه» ازادي راډيو ته وویل چې په یاده ناسته کې په هېواد کې د جګړې په پای ته رسولو پرېکړه کېږي چې د ده په وینا ورسره به د افغانستان د قضیو په اړه د پاکستاني علماوو خولې هم بندې شي.

احسان الله طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"د اسلامي هېوادونو ټول عالمان له دیني هدایاتو سره سم په یوه غږ جنګ ناروا ګڼي او د سولې په اړه خبرې کوي او هغه کسان چې تر ننه پورې په افغانستان کې جګړه جهاد بولي نور به خپل شوم کار ته دوام ورنه کړای شي."

د اسلامي نړۍ د عالمانو ناسته د اسلامي هېوادونو د همکاریو د سازمان، سعودي عربستان او د سولې د عالي شورا په همکارۍ په جولای میاشت کې جوړېږي.

مخکې تر دې سعودي عربستان اعلان کړی چې د افغانستان د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د سولې د ټينګښت لپاره هڅې ډېرې شوي او څه موده مخکې هم په افغانستان کې د سولې د ټیګښت په اړه د ۲۳ هېوادونو په استازیتوب په تاشکند کې هم یوه غونډه جوړه شوه.

افغان حکومت دکابل پروسې په دویمه ناسته کې طالبانو ته د سولې وړاندیز وکړ چې دې ډلې تر اوسه ځواب نه دی ورکړی خو تېره چهارشنبه یې د «الخندق» په نوم عملیات پیل کړل چې په ظاهراً په جګړه ټینګار ښيي.

دوې ورځې وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد داود خان د تلین په مناسبت غونډې ته وویل چې دی د سولې په لار کې هېڅ خنډ نه مني.

له دې وړاندې د پاکستان په شمول چې د طالبانو په ملاتړ تورن دی د نړۍ او سیمې ډېر شمېر هېوادونو د افغان حکومت د سولې له طرحې ملاتړ اعلان کړی دی.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د دغه هېواد د ستونزو په حل کې د اسلامي نړۍ د عالمانو رول مهم ګڼي.

د دغې جرګې یوه غړي داوود کلکاني ازادي راډيو ته وویل:

داود کلکاني

"هغه ځای چې د اسلامي نړۍ مرکز دی او حرمین شریفین هلته دي، هلته اسلامي عالمان را جمع کېږي او پر یوه مسئله پرېکړې ته رسېږي او فتوا صادروي بې له شکه چې دا کار د طالبانو په لیکو او روحیو اغېز کوي."

ښاغلی کلکاني وايي، سعودي عربستان په پاکستان ډېر نفوذ لري او په افغانستان کې د سولې د فتوا په ورکولو سره به اسلام اباد له کابل سره همکاري ته اړ شي.

د ده په وینا په دې برخه کې د پاکستان نه همکاري او بیا سرغړونه به د نړیوالې ټولنې تر څنګ د پاکستان پر وړاندې اسلامي هېوادونه په تېره بیا سعودي عربستان هم بې غرګونه پاتې نه شي او غوسه بې یې راوپاروي.

راپور: یوسف خان ځدران