کټوازی: د ناټو غونډه دا په ډاګه کوي چې نړیوال افغانان یوازې نه پرېږدې

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي او د نړیوالو چارو ځینې افغان کارپوهان وايي، د ناټو د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډه دا په ډاګه کوي چې نړیوال افغانان یوازې نه پرېږدي.

دوی وايي، د افغانستان مسئله اوس هم د ناټو د غړیو هېوادونو په لومړیتوبونه کې ده او ځانګړی اهمیت ورته لري.

د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون غړي نادرخان کټوازي د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۸مه» ازادي راډیو ته وویل چې د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو وروستۍ غونډې وښودله چې نړیوال له افغانستان سره پر کړیو ژمنو عمل کوي.

نادر خان کټوازی

نوموړي زیاته کړه:

"هغه ژمنې چې د ناټو غړیو هېوادونو له افغانستان سره کړي تر یو بریده پرې ولاړ دي، دلته افغانان مایوسه و چې ګواکې کړې ژمنې یوازې ژمنې وې او ولاړې، له ژمنو سره سم که د ناټو په مرسته سیاسي او پوځي حل لارې دواړه پرمخ ولاړې شي، ورته خوشبین یو او په مثبت نظر ورته ګورو."

تېره ورځ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه غونډه وکړه.

د ناټو د نهه ویشت غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په دغې غونډه کې افغانستان ته د ناټو د نورو سرتېرو په استوالو او د افغان سولې او پخلاینې پر بهیر خبرې وشوې.

د اوس لپاره ناټو او شریکان یې په افغانستان کې تر پنځلس زره ډېر سرتېري لري.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل چې جمهور رئیس غني پر ناټو تړون د اتکا له مخې، طالبانو ته د سولې بې قید او شرطه، پلان وړاندې کړ او ناټو به یې تر څنګ ولاړه پاتې شي.

ولسمشر غني په فبرورۍ میاشتې کې د کابل پروسې په دوهم پړاو ناسته کې طالبانو ته دغه وړاندیز کړی و.

تراوسه وسله والو طالبانو، رسماً دغه وړاندیز ته ځواب نه دی ورکړی، خو دغې ډلې د تېرې چهارشنبې په ورځ د افغان حکومت په خلاف د «خندق» په نوم پسرلني عملیات پیل کړل.

د ناټو تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې له وسله والو طالبانو وغوښتل شول چې د افغانستان د حکومت د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

د نړیوالو چارو افغان کارپوهان له دې ډلې د کابل پوهنتون استاد ودیر صافي ازادي راډیو ته وویل، په افغان سوله کې د ناټو همکاري د پام وړ اغېز درلودلای شي.

ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"ناټو په خپلې غونډې کې افغانستان او نړیوالو ته ډاډ ورکړ، په هر ډول چې وي موږ له افغانستان سره خپلې مرستې جاري ساتو، له ترورېزم سره د مقابلې لپاره نظامي مرستې او هم د سولې په برخه کې د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوو چې دا دواړه ښه اقدامات دي."

د ناټو د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په اړه د خپلې غونډې په پای کې یوه اعلامیه خپره کړه چې په کې ویل شوي، د افغانستان د اوږدې جګړې د پای ته رسولو مسؤلیت د طالبانو پر غاړه دی.

ښاغلی صافي زیاتوي، که وسله وال طالبان سوله نه کوي او جګړې ته ترجیح ورکوي، په دې معنی چې دوی سوله خوښونکي نه بلکې د جګرې اصلي لاملین دي.

راپور: رحمت الله افغان