د ایران ولسمشر حسن روحاني د نړۍ له سترو قدرتونو سره د اټمي تړون د بیا نوي کولو هر ډول هیله رد کړه.
د ایران د ولسمشر لهخوا د چهارشنبې د ورځې دغه څرګندونې داسې مهال شوي چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د امریکا کانګرس ته ویلي چې هره هغه هڅه به وشي چې ایران د اټمي وسلې له جوړولو راوګرځول شي.
او دا چې دغه هېواد به هېڅکله اټمي وسله ونهشي لرلی.
لکه څنګه چې معلومه ده اروپا، ایران او روسیه ټول له بېلابېلو لارو هڅه کوي د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته قناعت ورکړي چې د ایران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو ترمنځ شوی اټمي تړون ته درناوی وکړي، خو د امریکا ولسمشر ټرمپ دغه تړون مسخره بولي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون واشنګټن ته د خپل درې ورځني سفر په پای کې د امریکا کانګرس ته ویلي چې ایران به هېڅکله د اټمي وسلې خاوند نهشي، نه اوس، نه پنځه کاله وروسته، نه ۱۰ کاله وروسته او هېڅکله نه.
نوموړي د یوه بل تړون وړاندیز وکړ چې له مخې بهیې د ایران اټمي محدودیتونه پراخوي او دغهراز د ایران پر بالیستیک توغندویو او په منځني ختیځ کې د وسلهوالو ملېشو څخه د تهران ملاتړ محدودوي.
د ایران ولسمشر په غبرګون کې ټینګار وکړ چې هېواد بهیې په تړون کې هېڅ ډول بدلون ونهمني.
حسن روحاني
حسن روحاني پرون ناوخته وویل چې دوی اوسمهال یو تړون لري او هغه به پر ځای پاتې وي.
د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون امریکا ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په پای کې پرون په واشنګټن کې وویل چې ولسمشر ډونالد ټرمپ د کورنیو دلایلو او هم د هغې ژمنې لپاره چې د انتخاباتي کمپاین پر مهالیې د ایران د اټمي تړون د لغوه کېدو په اړه کړې وه، داسې نهښکاري چې دغه تړون ته دې درناوی وکړي.
امانوئل مکرون
نوموړي پرون د چهارشنبې په ورځ د خپل سفر په پای کې په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل:
"زه نهپوهېږم چې د امریکا پرېکړه به څه وي، خو که تر دې مهاله اطلاعیو ته په منطقي نظر وګورو، هغه څرګندونې چې د ولسمشر ټرمپ لهخوا کېږي، ما ته داسې ښکاري چې هغه به د دغه تړون د خوندیتوب لپاره ډېره هڅه ونهکړي."
تمه ده د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل هم د اپرېل په ۲۷مه یعنې سبا د ایران د اټمي تړون په تړاو د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ته د قناعت ورکولو په هدف خپله وروستۍ هڅه وکړي.
دغه تړون په ۲۰۱۵ کال کې د تهران او د نړۍ د شپږو سترو قدرتونو ترمنځ لاسلیک شوی وو چې له مخې بهیې ایران خپل اټمي پروګرام محدودوي او په بدل کې به پر دغه هېواد اقتصادي بندیزونه لیرې کېږي.
د امریکا ولسمشر اروپایي هېوادونو ته د مې تر ۱۲مې نېټې وخت ورکړی چې په دې تړون کې ستونزې هوارې کړي، که داسې ونهشي نو امریکا به له دې تړونه د وتلو په اړه خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي.