د بیان ازادۍ د وضعیت په اړه د بې‌پولې خبریالانو د سازمان کلنی راپور!

د بې‌پولې خبریالانو سازمان خبرداری ورکړی چې د بیان له ازادۍ څخه سرغړونه نور د مستبدو او دیکتاتورو رژیمونو حق نه‌دی.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان چې مقر یې په پاریس کې دی هر کال په ۱۸۰ هېوادونو کې د بیان ازادي ارزوي، د اپرېل په ۲۵مه نن چهارشنبه د ۲۰۱۷ کال د بیان د ازادۍ د وضعیت په اړه خپل کلنی راپور خپور کړ.

په دې ارزونه کې د امریکا متحده ایالات او څو اروپایي هېوادونه هم شامل دي.

په راپور کې راغلي چې د سیاسي مشرانو له‌خوا د رسنیو پر وړاندې تاوتریخوالی اوس یوازې په دیکتاتور رژیمونو پورې نه‌محدودېږي.

په راپور کې د ترکیې او مصر مثال ورکړل شوی چې په وینا یې د رسنیو پر وړاندې چلند یې تر دې حده رسېدلی چې خبریالان په ترورېزم تورنوي او یا هغه کسان چې رژیم ته وفاداري ونه‌ښیي په خپل‌سر ډول زنداني کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو راپور زیاتوي چې په ډموکراتیک ډول انتخاب شوي مشران هم اوس تر ډېره رسنیو ته د ډموکراسۍ د یوه اساسي بنسټ په سترګه نه، بلکې د یوه داسې حریف په سترګه ګوري چې په ښکاره خپل مخالفت ښیي.

«ځیني ډموکراتیک نظامونه رسنیو ته د خپل حریف په سترګه ګوري»

په دغه راپور کې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په سختو الفاظو یاد شوی او هغه‌یې د رسنیو د ګډوډۍ لېوال نومولی دی.

ناروې او سویډن د دوهم پرله‌پسې کال لپاره د بیان د ازادۍ د درناوي په برخه کې په لومړي او دوهم کتار کې راغلي دي، خو شمالي کوریا لا هم د لېست په پای کې ځای لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د هغو کسانو یادونه هم کړې چې د حدودو څخه د تېرېدو سرحد ته تګ‌یې پیل کړی دی.

په راپور کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته په اشارې ویل شوي چې د رسنیو له لارې یې پروپاګند ډېر کړی دی.

دغه هېواد د لېست په ۱۴۸ کتار کې دی، د چین ولسمشر شي جین پېنګ د راپور له مخې په اسیا کې په ډېر کنټرول شوي بڼه خبرونه او معلومات خپروي.

دغه سازمان زیاتوي د پخواني شوروي اتحاد جمهوریتونه او ترکیه د نړۍ په سطحه د هغو هېوادونو په سر کې دي چې د بیان ازادي ته په‌کې درناوی کم دی.

دوی وایي، د دغو هېوادونو تقریباً دوه په درېیمه برخه ۱۵۰ درجې ته نږدې او یا تر لاندې دي.

دې ته په پام د سازمان په خبره ډېره د حیرانتیا وړ خبره نه‌ده چې د دې سیمې ټوله‌ییز شاخص په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې د رسنیو وضعیت ته نږدې دی.

د راپور له مخې په ځینو مواردو کې که د دیکتاتورۍ مسئله نه‌وي، جګړه د دې سبب شوې چې په ځینو هېوادونو کې یې معلوماتو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.

راپور عراق یاد کړی چې په ۲۰۱۷ کال کې د دې لېست په ډېر ښکته برخه کې ځای لري.

ډېر نور هېوادونه هم شته چې د بیان د ازادۍ په دې لېست کې په تور رنګ ځانګړي شوي او دا د وضعیت د خرابوالي ښکارندویي کوي.

په دې لېست کې افغانستان په ۱۸۰ هېوادونو کې په ۱۱۸ کتار کې ځای لري چې تر خپلو ګاونډیو پاکستان، تاجکستان، قزاقستان، ایران او ازبکستان په لوړه درجه کې راغلی دی.