د غور والي: د انتخاباتو کمېسیون د ۳ کارکوونکو او ۲ پولیسو د خلاصون هڅې روانې دي

د غور والي ناصر خاضع

د غور والي وايي، د انتخاباتو د کمېسیون د هغو درېیو کار کوونکو او دوه پولیس سرتېرو د ژغورلو هڅې روانې دي چې وسله‎والو د نوم لیکنې پر یوه مرکز له برید وروسته له ځانه سره وړي دي.

د غور والي ناصر خاضع وايي، د قومي مشرانو او مخورو په منځګړیتوب د انتخاباتو د درېیو تښتول شویو کار کوونکو او دوه پولیسانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.

دا پنځه کسان پرون سې شنبه د فېروزکوه ښار د غلامان سیمې د نوم لیکنې پر یوه مرکز د وسله‎والو د برید پر مهال اختطاف شول.

د غور والي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو د کمېسیون تښتول شوي کار کوونکي او پولیس د همدې سیمې اوسېدونکي دي او د فېروزکوه مخورو او قومي مشرانو ډاډ ورکړی چې د دې کسانو د خلاصون لپاره به په ټول وس او توان هڅې وکړي.

نوموړی وايي:

"د سیمې مخورو او سپین‎ږیرو ته وظیفه ورکړل شوې او دولت هم پرې فشار راوستی چې په هر ډول کېږي دا کسان باید د مخالفینو له منګولو وژغورل شي. ډېرو خلکو ژمنه وکړه چې ان‌شاءالله ډېر ژر به هغوی خوشې کړي."

د غور والي زیاتوي، د غلامان سیمې مشرانو دوی ته ډاډ ورکړی وو چې سیمه امن ده او د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې مرکز دې په‎کې پرانیستل شي.

بل لور ته د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د حمل له ۲۵مې نېټې د نوم لیکنې پروسه په منظم ډول پر مخ ځي او د دې بهیر مخته امنیتي ستونزې او اندېښنې له امنیتي ارګانونو سره شریکوي.

د دې کمېسون یوه غړي سید حفیظ‎الله هاشمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، هر ځای چې ناامني وي هلته به د نوم لیکنې مرکز نه‌پرانیستل کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون یو غړی سید حفیظ الله هاشمي

نوموړی وايي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به که کومه تصادفي پېښه ونه‎شي، د نوم لیکنې په ټولو مرکزونو کې د نوم لیکنې پروسه پر مخ یوسي. هر چېرته چې امنیت وي هلته به خپل کارکوونکي استوو او په هر ځای کې چې ناامني وي هلته به د ګواښونو له امله پروسه دروو."

ښاغلي هاشمي وویل، د حمل په ۲۵مه نېټه پارلماني او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې د پروسې له پیل راهیسې تر اوسه څه د پاسه ۵۰ زره کسانو خپل نومونه ثبت کړي دي.

په همدې حال د افغانستان د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو ویلي دي چې د روانو پسرلنیو عملیاتو یوه مهمه برخه او مرحله په ټولو ولایتونو کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د امنیت ټینګول دي.