په کندز کې هم د سولې غوښتنې د پرلت خیمه ودرول شوه

کندزیانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پرلت یا تحصن کوونکو په ملاټر او ننګه د دې ولایت په ښار کې نن چهارشنبه د پرلت خیمه ودروله او د جګړې پر ښکېلو اړخونو غږ کوي چې نور له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د ولسونو د سولې غږ ته دې مثبت ځواب ورکړي.

د دغه پرلت یوه تن تنظیموونکي زاهد کریمزي ازادي راډیو ته وویل چې دوی دغه پرلت یا تحصن په هېواد کې د تل‌پاتې سولې او ثبات راوستو په هدف پیل کړی او له دې لارې هم له وسله‌والو مخالفینو او هم له افغان حکومت نه غواړي چې د افغان ولس غوښتنې ومني او له جنګ څخه لاس واخلي.

کریمزی زیاتوی:

"د دې غونډې هدف دا دی چې د هېواد په نورو سیمو کې چې د سولې په اړه کوم غږ پورته شوی دی د همغه غږ ملاتړ دی او غوښتنه مو دا ده چې د جنګ ټولې خواوې که هغه خارجي ځواکونه دي، که هغه افغان دولت دی او که طالبان دي ټول دې سولې ته غاړه کېږدې او زموږ له وژنې دې لاس واخلي او هغه که هر څوک وي."

په نوموړي ولایت کې د پرلت یو بل تنظیموونکی فدا محمد ارزښت بیا وايي چې خپل پرلت ته به تر هغه وخت پورې دوام ورکوي، ترڅو چې ښکېلو غاړو د دوی غږ ته لبیک نه‌یې ویلی او د جګړې پر ځای یې د سولې لار نه‌وي غوره کړې.

کندز پرلت

ښاغلي ارزښت وویل:

"دا پرلت به ترڅو چې په ټول افغانستان کې پرلتونه دوام کوي له هغوی سره په همغږۍ سره موږ به پر ښکېلو غاړو غږ کوو چې نور جنګ بس کړي او مخکې له دې چې سولې ته لاره هواره شي، نو اوربند دې وکړي او دا د ټولو افغانانو او د افغان ځوانانو غوښتنه ده چې پر ښکېلو غاړو غږ کوي چې نور له جنګ او افغان وژنې لاس واخلي."

په دغه ولایت کې یو تن پرلت کوونکی صلاح‌الدین ساپی وايي چې دوی په هېواد کې د جګړې پر ضد او د سولې د ټېنګښت په هدف د پرلت خیمه درولې او له ښکېلو اړخونو غواړي چې نور دې له افغان وژنې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره دې یوځای شي.

ساپی وايي:

"موږ نور نه‌غواړو چې په یوه بهانه او بله بهانه ووژل شو، نو له ښکېلو خواو د دغه پرلت او د کندز د ولس غوښتنه همدا ده چې نور دې جنګ بس شي او په جګړه کې ښکېلې خواوې دې د سولې له لارې خپلو اهدافو ته ځانونه ورسوي."

کندز پرلت

کندزیان په داسې حال کې په دې ولایت کې د پرلت خیمه دروي چې له دې وړاندې په هلمند، زابل، غزني، هرات، کندهار، بامیان، ننګرهار، کابل او د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ولسونو د پرلت خیمې درولي او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې نور له جګړې او افغان وژنې لاس واخلي او د سولې غږ ته‌یې مثبت ځواب ورکړي.

راپور: اجمل ارین