ننګرهار پرلت: ولسوونه تيار دي چې د سولې پروسې منځګړیتوب وکړي

له کله نه چې په کوزې پښتونخوا کې د حق غوښتنې پرلت پيل شو، په کابل او یو شمېر ولایتونو کې هم دا ناره په ګرمولولو بدرګه شوه.

د یکشنبې په ورځ د ختیځې سیمې ولسوونو هم د پرلت خېمه ودروله او په کوزه پښتونخوا کې د پيل شوي پرلت د ملاتړ تر څنګ يې په هېواد کې د سولې او حق غوښتنې غږ پورته کړ.

د پرلت ګډونوال وايي، تر هر څه ورته د جګړې اوربند او سوله مهمه ده.

د دې پرلت دوو تنو ګډونوالو ایمل څړوال او استاد محمد انور سلطاني وويل چې سوله د پروژې په ډول نه بلکې د ولسوونو په منځګړیتوب راتلای شي.

دوی د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې لومړی د درې میاشتو لپاره اوربند وکړي او ولس ته اجازه ورکړي چې د سولې خبرو منځګړیتوب وکړي.

ایمل څړوال:

"له ښکېلو خواو غواړو چې اوربند وکړي او د سولې په راوستو کې دې ولس ته استازولي ورکړي."

سلطاني:

"له ایران، روسيې، پاکستان او په افغانستان کې ښکېلو هېوادونو پر تاسو غږ کوو چې نور په افغانستان کې جګړه ختمه او د سولې راوستو ته کار وکړئ ځکه موږ له جنګ نه ستړی یو."

د پرلت یوه تن تنظيموونکي انجنير اباسین بهير بيا په کوزه پښتونخوا کې د پيل شوي پرلت نه د ولسوونو د ملاتړ ډاډ ورکړ او نوموړي دغه راز له حکومت او نړیوالې ټولنې نه وغوښتل چې پر کونړ د پاکستاني توغندیو د بریدونو مخه ونيسي:

"د پاکستان لخوا په راتوغول شویو مرمیو زموږ مور،خور، ورور او پلار لګېږي حکومت او نړیواله ټولنه دې نور د دې بریدونو مخه ونيسي او موږ د کوزنیو پښتنو د حق غوښتلو له بهير څخه په اخلاقي او معنوي ډول په کلکه ملاتړ کوو او د خپل وجود د یوې برخې په څېر يې درد حس کوو."

د ننګرهار پرلت برخوال وايي، د سولې او حق غوښتنې دا خېمه به تر هغه ولاړه وي، تر هغه چې مبارزې يې رنګ نه وي راوړی.

راپور: شاه محمود شینواری