د حقيقت موندنې يو کمېسيون په کندز کې وروستۍ بمباري څېړي

د افغان حکومت د حقيقت موندنې يوه کمېسيون په کندز کې د وروستۍ بمبارۍ د څېړنې په اړه خپل کار پيل کړى دى.

د جمهوريت رياست يوه وياند پرون د دغه کمېسيون د ګمارل کېدو خبر ورکړى.

شاه حسين مرتضوي وويل، دغه هيئت به بېلابېل اړخونه وڅېړي.

دی زیاتوي:

"د سیمې له خلکو سره تماسونه نیول کېږي او په روغتون کې به له ټپیانو هم معلومات اخیستل کېږي. پلاوی به له مختلفو اړخونو څخه تحقیقات کوي. د دفاع وزارت نن چهارشنبه د دې برید په اړه وېډیوګانې، تصویرونه او نقشې وړاندې کړي چې د دې برید د موقعیت په معلومولو کې مرسته کوي. د دفاع وزارت په دې اسنادو کې لیدل کېږي چې هلته زیات وسلهوال موجود وو."

ملګرو ملتونو او مشرانو جرګې هم ویلي دي چې په دشت ارچي کې د دوشنبې د ورځې د پېښې په اړه تحقیقات کوي.

افغان حکومت وايي د ملي اردو هوايي ځواک په دشت ارچي کې د طالبانو یوه غونډه په نښه کړې، خو طالبان بیا وايي چې برید پر یوې مدرسې شوی او لسګونه ملکیان په‌کې وژل شوي دي.

د حقيقت موندنې او عدالت غوښتنې ډلې نن چهارشنبه ويلي، چې په دې پېښه کې ٥٠ تنه ملکيان هم وژل شوي دي.