مشرانو جرګې د کندز د دشت ارچي ولسوالۍ د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ټاکلی

د افغانستان مشرانو جرګې د کندز ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ د وروستي هوايي برید په اړه کلک غبرګون ښودلی او د دغې پېښې د څېړلو لپاره‌یې يو حقیقت موندونکی کمېسون ټاکلی دی.

د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې د مشرانو جرګې یو شمېر غړو د دشت ارچي ولسوالۍ د دوشنبې ورځې پېښه د اندېښنې وړ وبلله.

ښاغلی صدیقي وايي، د یو شمېر وکیلانو د معلوماتو له مخې د دشت ارچي په دفټاني سیمې باندې هوايي حمله کې شااوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي چې د ده په خبره ډېری یې ملکیان دي.

محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"د کندز ولایت د دشت ارچي پر پېښې انتقادونه وشول او کلک غبرګونونه وښودل شول او وویل شول چې يو حقیقت موندونکی کمېسیون دې د څېړنو لپاره سیمې ته لاړ شي او له څېړنو وروسته دې خپل ګزارش مجلس ته وړاندې کړي، له دې وروسته به مشرانو جرګه خپله پرېکړه له حکومت سره شریک کړي څو معلوم شي چې اصلي مقصر څوک و."

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش له دغې پېښې وروسته ویلي چې په دغې سیمه کې وسله‌والو طالبانو غونډه لرله چې د هوايي برید په پایله کې د دغې ډلې ۲۰ تنه وژل شوي چې يو شمېر قوماندانان‌يې هم په کې شامل دي.

خو د کندز ولایت يو شمېر اوسېدونکو ویلي چې په مدرسه کې د دستار بندۍ مراسم روان و او په وژل شویو کې چې ډېری يې ملکیان دي ماشومان هم شامل دي.

په يو شمېر سیمو کې د هوايي حملو او عملیاتو پر مهال د ملکیانو مرګ ژوبله يوه له هغو جنجالي مسایلو نه ده چې له امله‌یې تل پر افغان حکومت او بهرنیو ځواکونو د ملي شورا د استازو، مدني ټولنو او خلکو له‌خوا انتقادونه کېږي.

په ورته وخت کې په ولسي جرګه کې د کندز د خلکو استازی عبدالودود پيمان وايي، د کندز ولایت د دشت ارچي په دفټاني سیمه کې هوايي برید د وسله‌والو طالبانو پر يوې ډلې شوی دی.

د ده په خبره په دغې راټولېدنه کې د طالبانو د ډلې يو شمېر مهمو څېرو د کوټې له شورا هم ګډون درلود.

ده زیاته کړه:

"د دستار بندۍ په پلمه له کوټې او ځینو نورو سیمو څخه ډېر طالبان راټول شوي وو، د مرګ ژوبلې کره شمېره نه‌ده معلومه، خو په دې پوهېږئ چې طالبانو دلته د دستار بندۍ په بهانه نظامي ناسته لرله او ځانونه‌یې برابرول، د طالبانو مشران په دغې ناسته کې وو نو ځکه دولت پرې بمبار کړی دی."

د کندز په پېښه کې یو ټپي شوی ماشوم

په همدې حال کې د کندز د ولایتي شورا یو غړی امرالدین ولي وايي چې په بمباریو کې طالبان هم وژل شوي، خو ډېره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.

طالبانو ویلي چې په دغه هوايي حمله کې د دوی ملګرو ته مرګ ژوبله نه‌ده اوښتې، خو د افغانستان دفاع وزارت بیا د طالبانو دغه ادعا رد کړې ده.

دشت ارچي په کندز کې یوه له نا امنو ولسوالیو څخه ګڼل کېږي چې د کندز د ولایتي شورا او د ولسي جرګې د ځینو غړو په خبره ډېری برخې یې د طالبانو په ولکه کې دي.

راپور: واصل وصال