ازبکستان ته د سولې شورا ځواب: د سولې په اړه د هر هېواد له همکارۍ ملاتړ کوو

یوه ورځ وروسته له هغې چې ازبکستان په خپله خاوره کې وسله‌والو طالبانو ته د سیاسي دفتر ورکولو ته چمتووالی وښود د افغانستان د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې افغان حکومت له وسله‌والو طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې خبرو اترو ته چمتو دی او دا ډله چې هر ځای د سولې د خبرو اترو لپاره انتخابوي دولت ورسره موافق دی.

د دې شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته همداراز وویل چې د سولې عالي شورا د سولې په برخه کې د هر هېواد له هلو ځلو ملاتړ کوي.

سید احسان طاهري

نوموړي زیاته کړه:

"هر هېواد چې د افغانستان د یو همکار هېواد په توګه د سولې په پروسه کې مرسته کوي موږ يې هرکلی کوو، که خبره د دفتر وي له شک پرته چې موږ د دولت وسله‌والو مخالفینو سره له قید او شرط پرته اماده یو چې امکانات او سهولتونه ورته برابر کړو، دا که د نړۍ په هر کنج کې وي."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت‌الله ایرګاشیف له یوې رسنۍ سره په مرکه کې وویل، که افغان حکومت موافق وي دوی اماده دي چې وسله‌والو طالبانو ته په خپله خاوره کې سیاسي دفتر پرانیزي.

ده همداراز وویل، ازبکستان غواړي چې د دغه دفتر په پرانیستل کېدو سره له وسله‌والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو زمینه برابره شي.

د افغانستان جمهوري ریاست او اجرائیه ریاست د ښاغلي ایرګاشیف د دې څرګندونو په اړه نظر نه‌دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه اوونۍ وړاندې ازبکستان د افغانستان په اړه د تاشکند د نړیوال کنفرانس کوربه وو.

په دې کنفرانس کې نړیوالو هېوادونو یو وار بیا په افغانستان کې د سولې پر تینګښت ټینګار وکړ.

د تاشکند کنفرانس د کابل پروسې له دوهمې ناستې وروسته جوړ شو، هغه ناسته چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په‌کې وسله‌والو طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې وړاندیز وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په افغان سوله کې د ازبکستان رول مثبت ګڼي او وايي چې ګاونډي هېوادونه په ځانګړي ډول ازبکستان کولای شي چې د نورو هېوادونو په نسبت زیاته مرسته وکړي.

بشیر احمد ته‌ینج

د ولسي جرګې غړي بشیر احمد ته‌ینج د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د افغانستان د سولې په هدف چې هر اقدام کېږي د هرکلي وړ دی، په ځانګړي ډول د ګاونډيو رول ګټور دی، په وروستیو کې ازبکستان هلې ځلې پیل کړي او د افغان سولې په برخه کې يې د یو مهم نړیوال کنفرانس کوربه‌توب هم وکړ او اوس چې غواړي طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیزي ترڅو وسله‌وال طالبان د سولې خبرو اترو ته اماده شي د هرکلي وړ دي."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د طالبانو نظر هم واخلو، خو د دې ډلې ویاند په دې اړه له نظر ورکولو ډډه وکړه.

دغه‌راز د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی وسله‌والو طالبانو ته د افغان حکومت د سولې د وړاندیز شوې طرحې د ځواب په تمه دي.

راپور: اکرام‌الله اکرام