امريکا له لشکر طيبه سره اړوند ۲ سياسي ګوندونه په تور لېست کې شامل کړل

امريکا له لشکر طيبه سره اړوند دوه سياسي ګوندونه په تور لېست کې شامل کړل.

ويل کېږي دا ګوندونه له هغو ترورېستي ډلو سره تړاو لري چې په پاکستان او د هندوستان په کشمير کې فعالیت کوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ملي مسلم لیګ او تحريک ازادي کشمير ګوندونه د بهرنیو ترورېستي ډلو په توګه اعلان کړل او دا ځکه چې وايي، دوی د ممنوع اعلان شوي لشکر طيبه ډلې لپاره فعالیت کاوه.

لشکر طیبه هغه ډله ده چې په پاکستان کې حافظ سعيد جوړه کړې او پر مخ‌يې وړي او ورباندې تور دی چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې يې په ممبيي کې حمله کړې وه.

په دې حمله کې ۱۶۶ کسان ووژل شول.

د حافظ سعيد پر سر د ۱۰ میلیونه ډالرو جايزه ايښودل شوې ده، خو دی په پاکستان کې په ازاده توګه ګرځي.

لشکر طیبه هغه ډله ده چې په پاکستان کې حافظ سعيد جوړه کړې.

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويلي چې د نويو بنديزونو له‎مخې به د هغو وسيلو مخه ونيول شي چې لشکر طیبه‌یې د ترورېستي حملو په پلانولو او کولو کې کاروي.

  • د امریکا دغه اعلان ته د يادو دوو ګوندونو څه عکس‌العمل وو؟

د ملي ملسم ليګ ګوند وياند يحی مجاهد جرمني خبري اژانس ته ويلي چې ګوند يې د پاکستاني چارواکو له‎خوا نه‎دی ثبت شوی او دا بنديزونه ورته مهم نه‎دي او يا هم ورباندې اغېز نه‎کوي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د پاکستان او امریکا اړيکې په وروستیو مياشتو کې ترينګلې شوي، ځکه واشنګټن پر پاکستان تور پورې کړی چې له ترورېستانو سره مرسته کوي او هغوی بېرته په افغانستان کې پر نړيوالو ځواکونو حملې کوي.

د يادولو وړ ده چې پاکستان دا تورونه ردوي.