مشرانو جرګه: د هلمند د سولې غوښتنې حرکتونه باید ټولو ولایتونو ته پراخ شي

د افغانستان مشرانو جرګه سره له دې چې د هلمندیانو د سولې د اعتراض ملاتړ کوي هیله ښيي چې دغه شان حرکتونه باید په ټول افغانستان کې پیل شي.

د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار وايي، د هلمندیانو دغه سوله غوښتونکی حرکت ښيي چې د هېواد خلک نور له جنګه ستړي شوي او په جګړه کې ښکېلې غاړې باید نور جنګ ختم کړي.

ښاغلي مسلمیار د یکشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې له یاد حرکت څخه د ملاتړ تر څنګ وویل چې د داشان حرکتونو لمن باید نوره هم پراخه شي.

فضل الهادي مسلمیار

نوموړي زیاته کړه:

"مظاهره او احتجاج چې زموږ ځوانانو او میندو په هلمند کې پیل کړی او ترخېمو لاندې ناست دي، موږ یې ملاتړ کوو او ترڅنګ یې ولاړ یو،خدای دې وکړي چې د دغه حرکت سلسله د سولې په فضا کې د افغانستان په ټولو ولایتونو کې خپره شی."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په هلمند ولایت کې ځیني اعتراض کوونکي چې د ډوډۍ د نه خوړولو اعتصاب یې کړی وو، روغتیايي وضعیت یې ښه نه وو او روغتون ته ولېږدول شول.

د تېرې جمعې په ورځ د هلمند ولایت په سلګونه ځوانان، د لښکرګاه ښار په یوې انتحاري حمله کې د ګڼو ملکي کسانو له وژل کېدو او ټپي کېدو وروسته، په یوې خېمه کې سره راټول او په جنګ کې له ښکېلو دواړو خواو نه یې سوله وغوښته.

دوی د تحصن ترڅنګ د ډوډۍ نه خوړلو اعتصاب هم وکړ، خو د مشرانو له سپارښتنو وروسته یې، اعتصاب پاې ته ورساوه.

دغو اعتراض کوونکو چې ښځې هم په کې شاملې دي، له وسله والو مخالفینو غوښتي چې د دوی د سولې غږ ته مثبت ځواب ووايي.

په هلمند کې د پرلت خېمه.

دوی د هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو هم غوښتي چې د نصرت په نامه پیل شوي عملیات ودروي.

وسله والو طالبانو د یوې اعلامېې په خپرولو سره، د هلمندي ځوانانو د سولې دغږ پر وړاندې ویلي چې اعتراض کوونکي دې، خپلې غوښتنې له بهرنیو ځواکونو سره مطرح کړي چې له طالبانو سره جنګېږي.

بلخوا د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د تېرې پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې، د هلمندي ځوانانو د حرکت ملاتړ وکړ او د دولت له وسله والو مخالفینو یې وغوښتل چې د هلمندي ځوانانو او ښځو دغه غږ ته، مثبت ځواب ورکړي.

په ورته وخت کې د مشرانو جرګې ځینو غړیو هم په هلمند ولایت کې د دغه مدني حرکت هرکلی او ملاتړ وکړ او ټنیګار یې وکړ چې سیمې ته دې یو پلاوی واستول شي چې د اعتراض کوونکو وضعیت له نېږدي وارزوي.

محمدعظیم قویاش او مصطفی ظاهر وویل:

« په عاجله توګه دې دافغان حکومت او د مشرانو جرګې د دفاعي کمېټې یوپلاوي وګمارل شی چې لاړشي د خلکو دغه دحق او عدالت غوښتنې وضعیت له نېږدي و ارزوي"

"باید ووایم چې دغه حرکت په ۱۳۸۵ کال کې پيل شوی و، په هغه وخت کې هم سپین ږیري او ځوانان وو چې ځینې یې ترور او ځینې یې ووژل شول، دغو زړه ورو ځوانانو بیا دغه سلسله پیل کړه او ملاتړيې کوو."

د افغانستان مشرانو جرګه په داسې حال کې په نورو ولایتونو کې هم د ورته حرکتونو پیلېدل غواړي چې پخوا تردې د افغانستان د مدني ټولنې مجتمع هم ویلي و هڅه کوي چې د سولې دغه غږ ټول افغانستان ته ورسوي.

د دغې ټولنې رئیس عزیز رفیعي ویلي چې دغه شان اعتراضونه کولي شي، افغانستان تلپاتې سولې ته ورسوي.

راپور: خان محمد سیند