د تاشکند غونډه: طالبان دې بې له شرطه افغان حکومت سره د سولې خبرو ته کېني

د ازبکستان په پایتخت تاشکند کې د افغانستان په اړه د نړیوال کنفرانس ګډونوالو پر طالبانو غږ وکړ چې د افغان حکومت د سولې پېشنهاد ومني او له نړیوال ترورېزم سره خپلې اړیکې پرې کړي.

د دې کنفرانس په پرېکړه‎لیک کې طالبانو ته د افغان حکومت د سولې له پېشنهاد څخه بشپړ ملاتړ شوی دی او په‎دې ټینګار شوی چې سیاسي حل د افغانستان د روانې جګړې د پای ته رسېدو تر ټولو غوره لار ده.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرت شاه حسین مرتضوي

د جمهوري ریاست د ویاند دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د تاشکند د کنفرانس د پرېکړو په اړه تېره شپه ازادي راډیو ته وویل:

"د تاشکند د غونډې په وروستي بیان کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په خبرو اترو ټینګار شوی دی. دغه‌راز له افغان حکومته ملاتړ څرګند شوی دی او دا هم ویل شوي دي چې هر ډول پوځي مرستې چې کېږي هغه باید د افغان حکومت له لارې وي. طالبانو ته هم ویل شوي چې د سولې لار خپله کړي، ځکه چې د جګړې له لارې هېڅ نه‎شي ترلاسه کېدای."

د تاشکند کنفرانس دغه‌راز ویلي دي چې له ترورېزم او نشه‎يي موادو سره ګډه مبارزه او سیمه‎ییزه همکاري به نه‌یوازې په افغانستان، بلکه په ټوله سیمه کې د سولې او ثبات زمینه برابره کړي.

د کنفرانس په اعلامیه کې د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا، د دې هېواد په چارو کې د نورو په نه‌مداخلې، اساسي قانون ته په درناوي، ملي یووالي او په سیاسي، امنیتي، اقتصادي چارو کې د ښځو په پراخې ونډې هم ټینګار شوی دی.

په تاشکند غونډه کې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې په خبرو اترو ټینګار شوی.

د کابل پوهنتون د سیاسي علومو او حقوقو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي، افغان حکومت وتوانېد چې په‎دې کنفرانس کې خپل اهداف ترلاسه کړي.

استاد نصرالله ستانکزی

نوموړی وايي:

"زه فکر کوم چې دې کنفرانس د کابل پروسې اهداف او طرحې تأیید کړې او د هغې په عملي کېدو يې تینګار وکړ. افغان دولت په‎دې ډول وتوانېد چې هغو اهدافو ته ورسېږي چې د کابل پروسې په غونډه کې مطرح کړي وو."

ښاغلي ستانکزي وویل، دا کنفرانس پر طالبانو سیاسي فشار راوستی شي، خو تر کومې پورې چې د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو دریځونه نږدې نه‎شي دا ډول غونډې د پام وړ پایلې نه‎شي لرلی.

کابل پروسه: طالبانو ته د سولې د پلان مهم وړاندیزونه!

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په تېره فبرورۍ میاشت کې د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې طالبانو ته د سولې پېشنهاد وکړ چې متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او ناټو تړون ترې ملاتړ څرګند کړ.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول د افغان حکومت د سولې پېشنهاد ته ځواب نه‎دی ویلی.