د ازبکستان غونډه به پر سولې او د افغانستان پر سیاسي لانجې راڅرخي

ازبکستان به د دوشنبې په ورځ د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې پر خبرو او د افغانستان د لانجې پر سیاسي حل د خبرو لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

په غونډه کې به چې د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې جوړېږي، د افغانستان د حکومت پر استازو سربېره د ملګرو ملتونو، متحدو ایالاتو، روسیې، چین، اروپايي اتحادیې، پاکستان، سعودي عربستان، ایران او متحده عربي اماراتو استازي ګډون وکړي.

راتلونکې دوشنبه او سې شنبه په تاشکند کې د افغانستان لپاره غونډه جوړېږي

په کابل کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر، جان بس په کابل کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې په تاشکند کې په را روانه غونډه کې به یو وار بیا له وسله‎والو طالبانو سره د سولې په مذاکرو کې د ګډون پر غوښتنه بحثونه وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا سفیر: روسیه باید د کابل له غوښتنې پرته د افغانستان په جګړه کې ښکیله نه شي

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د روانې میاشتې په پېل کې ازادي راډیو ته وویل چې په تاشکند کې غونډې ته د وسله‎والو طالبانو استازي نه‎دي بلل شوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکېب مستغني وویل:

"دا غونډه د دولتونو د لوړ رتبه چارواکو او استازو ترمنځ ده، نو د طالبانو ګډون په پام کې نه‎دی نیول شوی."

د بهرنیو چارو وزارت ویاند، احمد شکېب مستغني

رپوټونه وايي، په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه به د سې شنبې په ورځ پای ته ورسېږي او پایلې به یې په یوه ګډه اعلامیه کې خپرې شي.

ډیپلوماټ خپرونې پرون شنبې په یوه رپوټ کې وویل چې د هغې اعلامیې د متن یوه کاپي ور رسېدلې چې د تاشکند د غونډې په پای کې به خپره شي.

د ډیپلوماټ په حواله، په اعلامیه کې د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسه او د لانجې د سیاسي حل پر موندلو ټینګار شوی او د افغانستان د حکومت او طالبانو د مذاکرو د رسمي پېل یادونه په‎کې شوې ده.

د افغانستان د سیاسي چارو یوه کتونکي، عمر صمد پرون شنبې له کاناډا څخه په ټیلیفوني مرکه کې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"دا کنفرانس په داسې وخت کې جوړېږي چې د افغانستان مسئله یوه نوي پړاو ته داخله شوې، یعنې له یوه لوري، د افغانستان حکومت وسله‎والو طالبانو ته د سولې یو مکمل او هر اړخېز وړاندیز وکړ او دوهم د افغانستان او یو شمېر هېوادونو لکه امریکا، سعودي عربستان او ځینې نورو هېوادونو ترمنځ خبرې روانې دي چې د افغانستان لانجې ته د یوه سیاسي حل موندلو لپاره د هڅو د اهمیت څرګندونه کوي."

کابل پروسه: طالبانو ته د سولې د پلان مهم وړاندیزونه!

د افغانستان ولسمشر د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې د سولې نوی پلان اعلان کړ چې وسله‎والو طالبانو لا رسماً ځواب نه‎دی ورکړی.