راتلونکې دوشنبه او سې شنبه په تاشکند کې د افغانستان لپاره غونډه جوړېږي

تمه ده چې د دوشنبې او سې شنبې په ورځو د ازبکستان په مرکز تاشکند کې د افغانستان لپاره غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې به د افغانستان او سیمې پر امنیت او ثبات خبرې وشي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي چې دا کنفرانس یې له افغان لوري سره په ګډه جوړ کړی دی.

د تاشکند نړیوال کنفرانس ته د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش، د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشره فډریکا موګیریني، د چین، روسیې، امریکا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ترکیې، هند، ایران، پاکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان، سعودي عربستان او متحد عربي اماراتو بهرنیو چارو وزیرانو ته بلنه ورکړل شوې ده چې په دې غونډه کې برخه واخلي.

د تاشکند غونډه نژدې یوه میاشت وروسته د کابل پروسې له غونډې جوړېږي.

د کابل پروسې په یو ورځني کنفرانس کې چې په کابل کې د فبروري په ۲۸مه جوړ شو د افغانستان ولسمشر اشرف غني طالبانو ته د اوربند وړاندیز وکړ، د بندیانو د خوشې کېدو ژمنه یې ورکړه، تعهد یې وکړ چې له طالبانو به بندیزونه لېرې کړي او دا یې هم وویل چې دوی به د یوې قانوني سیاسي ډلې په توګه په رسمیت وپیژني.

ولسمشر غني څرګنده که چې دا وړاندیزونه یې پرته له څه شرطه کړې دي، ترڅو سولې ته لار هواره شي.

طالبانو تر اوسه د دې وړاندیزونو په اړه څه نه دې ویلي او د کابل تر غونډې مخکې یې ویلي و چې له امریکایانو سره خبرو ته چمتو دي.

د تاشکند په غونډه کې د طالبانو استازیو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د راپورونو له مخې د تاشکند په غونډه کې به هڅه وشي چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د مخکینو پریکړو پر بنسټ د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې بهیر ته لار هواره شي.