د ۱۳۹۷تعلیمي کال په پیلېدو سره لاهم په افغانستان کې له زرو زیات ښوونځي بند دي

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې سبا شنبه د حمل پر څلورمه نېټه به نوی تعلیمي کال پیل شي.

نوی تعلیمي کال سبا د شنبې په ورځ په داسې حال کې پیلېږي چې لا هم د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې له زرو ډېر ښوونځي د ناامنیو له کبله تړل شوي دي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د نشراتو رئیس کبیر حقمل د نوي تعلیمي کال د تیاریو په اړه د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دا وزارت په پام کې لري چې په ۱۳۹۷لمریز کال به له یومیلیون څخه ډېر نوي زده کوونکي جذب کړي.

ښاغلي حقمل همداراز وویل چې په ټول افغانستان کې به زرګونه ښوونځي سبا د میلیونو زده کوونکو کوربانه وي.

کبیر حقمل

نوموړي زیاته کړه:

"سبا به ان شا الله د ۱۳۹۷تعلیمي کال لومړۍ ورځ وي، په دې کال کې زموږ پلان دادی چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې نېږدې درې سوه نوي ښوونځي او د ۶ سوه ښوونځيو لپاره به ودانۍ جوړې کړو، د دې ترڅنګ به شااوخوا د ۶ زره نورو ښوونځيو لپاره د ودانیو د جوړولو عملي برنامه رامنځته شي او موږ به وتوانیږو چې له لاس ته راوړنو یو ډک کال ولرو."

دی وايي، د پوهنې وزارت پلان لري چې د دې کال په اوږدو کې د ۲۱ زره نویو ښوونکو د استخدام ترڅنګ له ۵۰ میلیونو جلدو څخه ډېر درسي کتابونه چاپ او په ښوونځيو کې ووېشي.

ښاغلي حقمل تړل شویو ښوونځيو ته په اشارې سره وویل چې په تېر کال کې په ټول افغانستان کې ۱۰۷۵ ښوونځي تړل شوي او وايي هیله مندي شته چې په روان کال کې به دا شمېره راټيټه او زیات شمېر ښوونځي به د زده کوونکو پرمخ خلاص شي.

ده همداراز وویل چې د افغانستان ښوونیز سیسټم، غیر سیاسي، غیر نظامي او بې پری بهیر دي او هېڅوک نه شي کولای چې له دې بهیره سیاسي او پوځي ګټه واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ۱۳۹۷ لمریز کال له معارفه د ملاتړ کال نومولی دی.

د افغانستان د معارف وزارت په داسې حال کې د نوي تعلیمي کال د پیلېدو لپاره د تیارو خبر ورکوي چې همدا اوس هم د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېری زده کوونکي د ښوونځيو د تعمیرونو، درسي کتابونو او د مسلکي ښوونکو له نه موجودیته شکایت کوي.

په همدې حال کې د مشرانو جرګې یوه غړي نثار حارس له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې که د پوهنې وزارت د بنسټونو د قوي کولو او معارف جوړولو پر لور پیاوړي ګامونه پورته کړي نو دا به د هېواد لپاره ګټور وي.

افغان زده کوونکي

نوموړي زیات کړه:

"دا ځل هیله مند یو چې زموږ معارف به د یوې قوي ژمنې، عمل او ارادې سره د معارف جوړونې پر خوا ولاړ شي، نوي ښوونځي به جوړ کړي، ښه کتابونه به خپاره کړي او زیات هیله مندو یو چې سږ کال د افغانانو او د معارف د زده کوونکو لپاره یو ښه کال وي."

ښاغلي حارث همدا شان بې سوادي د افغانانو لویه ستونزه او غلی دښمن یاد کړ او له پوهنې وزارته نه يې غوښتنه وکړه چې د ښوونې او روزنې د کیفیت د ښه کېدو په هدف باید خپلې هلې ځلې لاپسې تېزې کړي.

راپور: اکرام الله اکرام