ابراهیمي: د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډېدل نور د منلو نه‎دي

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اعلان شوې نېټې یو ځل بیا د غور خبره کړې، خو ولسي جرګه وايي چې نور ورته د انتخاباتو د نېټې بدلېدل د منلو نه‎دی.

د دغې جرګې رئیس د دوشنبې په ورځ په عمومي غونډه کې په دې اړه د وکیلانو تر انتقادونو وروسته وویل چې راتلونکې اوونۍ به په دې اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون مسؤلین ولسي جرګې ته وروبولي.

عبدالرؤف ابراهیمي زیاته کړه:

"دا چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه هره ورځ ځنډول کېږي، نور د منلو وړ نه‎ده."

عبدالرؤف ابراهیمي

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نظر هم واخلي، خو بریالي نه‌شول.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني د ملي شورا د ۱۶مې دورې د اتم کال د پرانیستې په مراسمو کې ویلي و چې په ټاکلي وخت د ولسمشرۍ او د ولسي جرګې انتخابات یو حتمي او نه په شا کېدونکی امر دی.

له دې وړاندې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو نېټه د ۱۳۹۷ کال د سرطان ۱۶مه ټاکلې وه.

خو شااوخوا دوه اوونۍ وړاندې د دغه کمېسیون مرستیال ازادي راډیو ته ویلي و چې ممکن دغه انتخاب په ټاکلې نېټه ترسره نه‎شي.

معاذ‎الله دولتي ویلي و چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ترسره کېدو د نوې نېټې په دقیقولو کار روان دی.

د بودجې نشتوالی، ناسم امنیتي وضعیت او یو شمېر نور بېلابېل موارد د راتلونکو انتخاباتو پر وړاندې جدي ننګونې دي.

په ورته وخت کې یو شمېر وکیلان هم په خپل وخت د انتخاباتو د جوړېدو غوښتنه لري.

د دغو وکیلانو له ډلې غلام حسین ناصري وايي:

"هیله مې د ملي وحدت حکومت نه دا ده چې په ۱۳۹۷ کال کې هرو مرو د ولسي جرګې انتخابات وکړي او اوس چې دغه حکومت نیم بنده سیاسي مشروعیت لري، د انتخاباتو په ځنډېدو سره به دا هم له لاسه ورکړي."

په ورته وخت کې د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه له دې ډلې فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه وايي، د انتخاباتو د نېټې ځنډول به نور سیاسي کړکېچونه رامنځته کړي.

د دغه بنسټ د اجرائیوي رئیس یوسف رشید په باور، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو ځنډ به د ولسمشرۍ د انتخاباتو نېټه هم متأثره کړي.

راپور: رحمت‎الله افغان