د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

ځیني سیاسي ګوندونه په خپل وخت د ټاکڼو ترسره کېدل غواړي


د يوشمېر ګوندونو او سیاسي جریانونو مشران له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې په خپل وخت ترسره کړي.

په کابل کې د ۲۰ مخکښو ګوندونو او سیاسي جریانونو مشرانو او استازو په يوه ګډ دريځ کې له افغان حکومت او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات دې پرته له کوم ځنډ او خنډ، په خپل ټاکلي وخت ترسره کړي.

دوی د شنبې په ورځ په کابل کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو په اړه خپل ګډ دريځ له رسنیو سره شریک کړ.

د دغو سیاسي جریانونو او ګوندونو ګډه اعلامیه زمریالي احدي ولوسته چې په يوه برخه کې یې داسې راغلي:

"موږ د رڼو او عادلانه ټاکنو غوښتونکي یوو، موږ ټینګار کوو چې راتلونکې ټاکنې په خپل وخت، پرته له کوم ځنډه ترسره شي، زموږ هیله دا ده چې يادې ټاکنې به د اوسني ناورین اغېزمنه حل لاره وي."

د دوی په پرېکړه کې همدارنګه راغلي چې ټولو افغانانو، کورني بې ځایه شویو او هغو کسانو ته چې په ناامنه سیمو کې اوسېږي، د رأیو ورکوونې زمینه برابره شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو موسسې يا فیفا ویلي چې د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې په خپل وخت ترسره کېدل ناشونې ښکاري.

د دغه بنسټ رئیس يوسف رشید ویلي، په هېواد کې د ټاکنو په وړاندې پرتو خنډونو او ستونزو ته په کتو، په افغانستان کې د معیاري ټاکنو تر سره کول تر ډېره منطقي نه ښکاري.

په همدې حال کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون نوي رئیس ګلا جان عبدالبدیع صیاد څه موده وړاندې وویل چې ممکن د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات له ټاکلې نېټې په ځنډ سره ترسره شي.

ګلا جان عبدالبدیع صیاد
ګلا جان عبدالبدیع صیاد

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون څه موده مخکې د راتلونکي کال د سرطان ۱۶ مه نېټه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو د ورځې په توګه اعلان کړه.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون ډاډه دی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې به ځنډ نه راځي او دغه ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي.

د دې کمېسيون مرستیال معاذالله دولتي وویل:

"څه ډول چې زموږ تیارۍ اوس روانې دي، که همداشان مخته لاړ شو، نو زه ډاډه یم چې راتلونکې ټاکنې به په ۱۳۹۷ کال کې ترسره شي."

ښاغلی دولتي وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دا خپله ملي وجیبه ګڼي چې انتخابات په پوره شفافیت او دقت سره په خپل ټاکلي وخت کې ترسره کړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG