افغان حکومت: د تاشکند په غونډه کې د طالبانو لپاره د ګډون ځای نه‌شته

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د تاشکند په غونډه کې د طالبانو استازو ته هر ډول بلنه ردوي.

افغان حکومت وایي، د تاشکند په غونډه کې د طالبانو لپاره د ګډون ځای نه‌شته.

دغه نړیواله غونډه د مارچ پر ۲۶مه او ۲۷مه د ازبکستان په پلازمېنه کې ترسره کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وویل، د تاشکند غونډې ته یوازې د سیمې او نړۍ ډیپلوماتان وربلل شوي او ټاکل شوې هغوی د افغانستان د سولې د خبرو پر څرنګوالي او مېکانیزم بحث وکړي.

احمد شکېب مستغني

ښاغلي مستغني وویل:

"په دې غونډه کې له دې کبله چې له بېلابېلو هېوادونو یوازې لوړرتبه دولتي چارواکي ګډون کوي، نو د طالبانو ګډون په پام کې نه‌و."

تر دې وړاندې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوې اعلامیه کې وویل چې ډېر احتمال شته چې طالبان د تاشکند په غونډه کې ګډون ونه‌کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وایي، د دې غونډې لومړۍ ورځ به د افغانستان او ازبکستان د ولسمشرانو له لوري پرانيستل شي.

د احمد شکیب مستغني په وینا، د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران چې کوربانه دي، نور د پاکستان، ایران، ترکمنستان، تاجکستان، قرغزستان، قزاقستان، روسیې، چین، عربي متحده اماراتو، سعودي عربستان، ترکیې، بریتانیا، جرمني، امریکا، ملګرو ملتونو او د اروپایي ټولنې لوړپوړي ډیپلوماتان د تاشکند په غونډه کې ګډون کوي.

افغانستان او ازبکستان ۱۳۷ کېلو متره ګډه پوله لري چې د افغانستان په شمال کې د امو رود یې سره بېلوي.

په دې وروستیو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو مرستیال ازادي راډیو ته وویل چې د کابل او تاشکند اړیکې اوس بدلې شوي او د تېر په پرتله د پام وړ نږدې‌والی په‌کې راغلی دی.

حمکت خلیل کرزي زیاته کړه چې دغه اړیکې په څو برخو کې هم د افغانستان او هم د ازبکستان لپاره اړینې دي.

حمکت خلیل کرزی

نوموړي زیاته کړه:

"ازبکستان د افغانستان لپاره یوه ډېره ښه وسیله شوه، د سوداګرۍ اوټرانزیت لپاره بهترینه وسیله شوه، د ازبکستان له طریقه موږ اوس کولای شو چې له قزاقستان، چین او روسیې سره تجارت وکړو."

د افغانستان لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو اهمیت ته په پام سره او د تاشکند غونډې په درشل کې، طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته هېڅ ډول لېوالتیا نه‌ده ښودلې.

دغه ډله غواړي چې له امریکا سره خبرې وکړي، ځکه تېره اوونۍ یې په ښکاره وویل چې غواړي د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له حضور پرته، له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

تمه کېږي چې د تاشکند د غونډې ګډونوال د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو غوښتنه بیا مطرح کړي، هغه څه چې تر دې وړاندې هم مطرح شوي، خو د طالبانو له لوري نه‌ده منل شوې او همداسې بې‌نتیجې پاتې شوې دي.