۲۰۹ شاهین قول اردو: که طالبان سوله ونه‌کړي د جګړې میدان‌یې پر مخ خلاص دی

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو چارواکي په جوزجان او سرپل ولایتونو کې د داعش ډلې له پراخ حضور څخه خبر ورکوي او وايي چې د داعشیانو او طالب وسله‌والو د پټن ځایونو د له‌منځه وړلو په مقصد هوايي عملیات پيل شوي دي.

د شاهین قول اردو قوماندان جنرال امان‌الله مبین وايي چې په افغانستان کې د سولې د تأمینېدو په خاطر نړیواله اجماع د رامنځته کېدو په حال کې ده او افغان حکومت هم له خپلو وسله‌والو مخالفینو غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي.

ښاغلي مبین ازادي راډیو ته وویل که وسله‌وال طالبان د حکومت د سولې له بهیر سره یوځای نه‌شي، د جګړې میدان‌یې پر مخ خلاص دی.

جنرال مبین په دې اړه وویل:

"وسله‌وال طالبان باید د سولې له پروسې سره یوځای شي، په غیر صورت که به د افغان امنیتي ځواکونو سره مقابل شي او د جګړې میدان‌یې پر مخ خلاص دی، افغان امنیتي قوتونه په خپل ټول شجاعت او مردانګۍ سره د ترورېستانو پر وړاندې درېږي."

افغان سرتېري

د شاهین قول اردو قوماندان وايي چې د خالد ۹۶ عملیاتو په ترڅ کې ۳ زره ترورېستان په شمال او شمال ختیځ کې ووژل شول او څه باندې ۲۵۰۰ تنه نور یې ټپيان شوي دي.

د شاهین قول اردو قوماندان وايي چې ۱۳۹۷ کال به په افغانستان کې د ترورېستانو لپاره خونړۍ کال وي.

جنرال امان‌الله مبین زیاتوي چې په شمال او شمال ختیځ کې آسیب پذیره سیمې جوزجان، سرپل، فاریاب، بغلان او کندز ولایتونو ته مربوط کېږي په همدې ولایتونو کې د ګډو ځواکونو هوايي عملیات پيل شوي دي.

هغه وویل چې د داعش مرکزونه په شمال زون کې د جوزجان په درزاب او قوش‌تپې ولسوالیو کې دي او د سرپل ولایت په مرزي پولو کې هم دوی تازه فعالیت پيل کړی دی.

ښاغلي مبین په دې اړه وویل:

"د افغانستان په شمال کې هم داعش ډله حضور لري او دا ډله ډېری په قوش‌تپې او درزاب ولسوالیو کې چې جوزجان ته مربوط کېږي مراکز لري او په سرپل ولایت کې یې هم تحرکات پيل کړي دي."

د شاهین قول اردو چارواکي وايي چې په شمال او شمال ختیځ زون کې د دښمن د له‌منځه وړلو په مقصد به «نصرت ۹۷» پراخ عملیات پيل شي چې د ګوټو په شمېر ورځې ورته پاتې دي.

افغان سرتېري

په همدې حال کې د سیاسي او پوځي چارو شنونکي وايي چې د پسرلي موسم په راتلو سره د ترورېستانو فعالیتونه هم زیاتېږي او افغان امنیتي ځواکونه باید د ترهګرو ډلو په وړاندې د جګړې لپاره چمتووالی ولري.

د سیاسي او پوځي چارو شنونکی ادیب کمال وايي چې امنیتي ځواکونه دې دښمن په داعش او طالب ونه‌وېشي او د هغه ټولو په وړاندې دې وجنګېږي چې د نظام په مقابل کې یې سلاح پورته کړې ده.

هغه په دې اړه زیاته کړه:

"افغان امنیتي ځواکونه دې پسرلنۍ جګړې ته چمتووالی ولري، ترورېست ترورېست دی هغه باید په طالب او داعش ووېشل نه‌شي، هر هغه کس چې د افغانستان د امنیتي قوتونو په وړاندې سلاح په اوږه اچوي د هغوی په وړاندې دې وسله‌واله جګړه وشي."

دا په داسې حال کې ده چې همدا مهال هم د سرپل ولایت د کوهستاناتو ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده او د امنیتي چارواکو د معلوماتو پر بنسټ چې دا ډله په شمال او شمال ختیځ ولایتونو کې خپل تخریبي فعالیتونه له همدې ځای څخه رهبري کوي.

راپور: مجیب‌الرحمن حبیب‌زی