د مارچ ۸ مه او د هلمند د ښځو ستونزې!

هلمند ولایت کې د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت راټولو شویو ښځو پر افغان حکومت تور پورې کړ چې د دندو تر څنګ په هغه پروژو کې بې‌عدالتي کوي چې د ښځو په برخه کې هلمند ته ورکول کېږي.

د مارچ داتمې په مناسبت راټولو شویو ښځو چې اکثره ښوونکې وې، شکایت وکړ چې د څو میاشتو معاشونه‌یې نه‌دي ورکړي.

هلمند چې په تېرو ۱۶ کلونو کې ناامنه پاتې شوی دی، ورځ تر بلې په‌کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ډېرېږي.

دا چې ولې؟

په دې اړه د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي بشپړ راپور لري چې د اورېدو لپاره‌یې لاندې لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د داعي راپور