اروپايي ټولنه: طالبان باید د افغان حکومت پر قوي دریځ او وړاندیزونو غور وکړي

اروپايي ټولنې د سولې لپاره د کابل د پروسې له وړاندیزونو هرکلی وکړ، وايي چې افغان حکومت د سولې لپاره قوي سیاسي دریځ ښودلای دی.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا د کابل پروسې په غونډه کې له بحثونو وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان حکومت د سولې لپاره ډېر مهم او واضح پیغام چې قوي سیاسي دریځ ښيي بیان کړ.

نوموړي وویل دا غونډه ښيي چې طالبانو ته د سیاسي خبرو اترو ښه فرصت برابر شوی چې باید ترې استفاده وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې دغه غږ ته باید د شک په سترګه ونه‌کتل شي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازی رولاند کوبیا.

ښاغلي کوبیا زیاته کړه:

"موږ نن سهار د افغان حکومت له مشرتابه ډېر واضح پیغام واورېد چې ډېر مهم پیغام دی او دې ته باید د شک او وېرې په سترګه ونه‌کتل شي، نو ځکه طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې په مهربانۍ سره په دغو وړاندیزونو غور وکړي، موږ تاسې هڅوو چې له دغه رامنځته شوي فرصت څخه ګټه واخلي تر څو خبرې پیل شي."

رولاند کوبیا د اروپايي هېوادونو د ۲۸ غړو هېوادونو په استازیتوب د کابل پروسې په غونډه کې ګډون کړی و.

دی وايي، د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو دریځ دا دی چې د سولې خبرې باید د افغانانو ترمنځ وي او د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې پوځي فعالیتونه باید د سولې دروازې ونه‌تړي.

د اروپايي ټولنې دا استازی وايي، د کابل پروسه باید یوازې غونډه نه‌وي، بلکې ټاکل شوي اهداف‌یې تعقیب شي چې دوی په‌کې د سولې یوه لار او نقشه ویني.

ښاغلي کوبیا د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دوی هڅه کوي له پاکستان او د سیمې د ځيني نورو هېوادونو سره همدغه رامنځته شوي فرصت او له افغانستان سره د ښو اړیکو د پاللو په اړه خبرې وکړي.

د سولې په اړه د کابل پروسې غونډه د چهارشنبې په ورځ د شااوخوا ۲۵ هېوادونو او ځينو نړیوالو سازمانونو په استازیتوب په کابل کې جوړه شوې وه.

کابل پروسې غونډه

ولسمشر محمد اشرف غني په دغې غونډه کې له طالبانو سره د سولې او پخلاینې په منظور اووه وړاندیزونه وکړل.

د افغان حکومت په دغه وړاندیزونو کې؛

  • اوربند
  • د یو سیاسي ګوند په توګه د طالبانو پېژندل
  • د باور جوړونې انتقالي ترتیباب
  • د اساسي قانون بیا کتنه
  • د شکایتونو اورېدل
  • د قوانینو تطبیق
  • د بندیانو خوشې کول
  • د تحریمونو له تور لېست څخه د طالبانو ایستل او داسې نور شامل دي.

له دې سره د حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله چې د کابل پروسې د غونډې وروستی ویناوال و د کابل پروسه د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ښه ګام وباله.

ښاغلي عبدالله وویل افغانستان د سولې او د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

اجرائیه رئیس ټینګار وکړ چې افغان دولت له شرایطو پرته له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"موږ چمتو یو چې له وسله‌والو طالبانو سره له شرایطو او تاوتریخوالي له ګواښ پرته مستقیمې خبرې وکړو، په دې برخه کې زموږ پیغام واضح دی موږ له طالبانو سره د یوې واقع‌بینانه قضیې په توګه چې زموږ ترمنځ د اختلافاتو یا قضایاوو سبب شوي خبرې ته حاضر یو او د یوې باعزته سولې طرفدار یو."

له دې سره د افغانستان د سولې عالي شورا په نړیواله کچه د افغانستان د سولې له پروسې ملاتړ مهم بولي.

د دغې شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم ازادي راډيو ته وویل، اروپايي ټولنه د سولې په پروسه کې ځانګړی رول لوبولی شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ