په کونړ کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه اندېښنې

د کونړ د ولایتي شورا يو شمېر غړي د دغه ولایت په زیاتره ولسوالیو کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو خبره کوي.

دوی په دغه ولایت کې د داعش ډلې د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وايي، که حکومت د دغې ډلې د مخنیوي لپاره لازم اقدامات ونه‌کړي، نو يو لوی ناورین به رامنځته شي.

د دې شورا غړي دین محمد ساپي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۹» ازادي راډیو ته وویل چې داعش ډلې د کونړ ولایت په يو شمېر ولسوالیو کې خپل بیرغونه هم پورته کړي دي.

نوموړي وویل:

"داعش دلته مرکزونه جوړ کړي، جلب او جذب کوي، په ناړۍ کې، په غازي اباد کې، په شیګل کې، په دانګام کې او په شلتن کې دوی موجود دي او په دیوه ګل، پېچ او چپه دره کې يې علني بیرغونه هم جګ کړي دي."

ښاغلی ساپی وايي، د کونړ ولایت په زیاترو ولسوالیو کې، د داعش ډلې د جنګیالیو حضور محسوس دی چې له امله‌یې خلک ډېر اندېښمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د يوه راپور له مخې چې څه موده وړاندې خپور شوی، په‌کې ویل شوي چې داعش تېر میلادي کال یوازې په ننګرهار ولایت کې فعالیت درلود، خو روان کال‌یې فعالیتونه او تحرکات د افغانستان ۷ ولایتونو ته پراخ شوي دي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې همدا شان راغلي چې په افغانستان کې د داعش او وسله‌والو طالبانو حملې دوه چنده شوې دي.

له دې وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف په افغانستان کې د داعش ډلې د وسله‌والو د حضور او فعالیتونو د پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې وه.

نوموړي د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ په مسکو کې د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه محمد اصف سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل، د افغانستان په شمال او ختیځو ولایتونو کې د اسلامي دولت وسله‌‎والې ډلې یا داعش موجودیت جدي خطر دی.

څو ورځې وړاندې د کونړ امنیتي چارواکو ازادي راډیو ته ویلي وو چې په تېرو څو میاشتو کې په دې ولایت کې د داعش ډلې پر مرکزونو د امریکايي ځواکونو د بې‌پیلوټه الوتکو په حملو کې زیاتوالی راغلی او دې ډلې ته درانه تلفات هم اوښتي دي.

په همدې حال کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او په فعالیتونو او حرکاتو کې یې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د دې وزارت ویاند دولت وزیري که څه هم په کونړ ولایت کې د داعش وسله‌والې ډلې د مرکزونو جوړول نه‌تأييد او نه هم رد کړل، خو ویې‌ویل چې که دغه وسله‌واله ډله په یاد ولایت کې د تحرکاتو هڅه وکړي، نو افغان وسله‌وال پوځ به‌یې له‌منځه يوسي.

دولت وزیري

دی وایي:

"د افغانستان وسله‌وال پوځ يوازې دا نه چې په کونړ ولایت کې، بلکې په ټول افغانستان کې د ټولو ترورېستي ډلو مخه نیسي او ځپي یې، په کونړ کې هم که دوی هلې ځلې وکړي او يا هم کوم مرکز جوړ کړي، نو تاسو باور وکړئ چې په نطفه کې به خنثی شي."

په همدې حال کې يو شمېر امنیتي کارپوهان که څه هم په کونړ او د هېواد په يو شمېر نورو ولایتونو کې د داعش ډلې له فعالیتونو انکار نه‌کوي، خو وايي چې د دې ډلې فعالیتونه دومره د اندېښنې وړ نه‌دي.

د امنیتي چارو کارپوه باري عارض وايي، که د داعش ډلې فعالیتونه او تحرکات په هره کچه وي، د مخنیوي لپاره‌یې باید افغان حکومت جدي هڅې وکړي، څو دغه فعالیتونه نور پراخ نه‌شي.

راپور: واصل وصال