د «کابل پروسې» لومړۍ او دوهمه غونډه څه توپیر لري؟

د کابل پروسې دوهمه غونډه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د «کابل پروسې» په نننۍ غونډه کې به د سولې لپاره خپل پراخ لیدلوری او هر اړخیزه طرحه د نړیوالۍ ټولنې له استازو سره شریکه کړي.

افغان چارواکي وايي، له وسله‎والو طالبانو سره د سولې د خبرو لپاره د قید او شرط پرته د افغان حکومت چمتووالی، په‌دې برخه کې د روښانه طرحې وړاندې کول او د پاکستان سره دولت په دولت د خبرو اترو وړاندیز هغه څه دي چې د «کابل پروسې» دا دوهم کنفرانس‌یې له لومړي هغه متفاوته کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني تېره شپه ازادي راډیو ته وویل، د ۲۰۱۷ میلادي کال د جون په شپږمه نېټه د کابل پروسې لومړۍ غونډه یو بریالی پیل و.

د نوموړي په وینا په هغه غونډه کې ډاډ ورکړل شو چې د سولې هڅې باید د افغانستان په مالکیت او د افغانانو په مشرۍ ترسره شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"اوس د «کابل پروسې» په دوهمه غونډه کې ټاکل شوې، افغان دولت د سولې په اړه په بحثونو کې د افغانستان د سولې په اړه خپلو نړیوالو شریکانو ته پراخ لید او هر اړخیزه طرحه وړاندې کړي."

تر دې مخکې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و چې له طالبانو سره له قید او شرط پرته د سولې خبرو ته چمتو دي.

د عامه او ستراتېژیکو اړیکو په برخه کې د ولسمشر د دفتر د رئیس مرستیال محمد هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د «کابل پروسې» غونډه کې به له وسله‎والو طالبانو سره د سولې لپاره او پاکستان سره د دولت په دولت خبرو لپاره روښانه طرحې وړاندې شي.

  • خو پوښتنه دا ده چې ولې د پاکستان سره خبرې؟

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، د «کابل پروسې» دواړه بحثونه هغه که د سولې په اړه دي او که د ترهګرۍ په اړه د پاکستان رښتینې همکارۍ ته اړتیا لري.

که څه هم افغان حکومت له وسله‎والو طالبانو سره بې‌قید او شرطه د سولې خبرو ته چمتووالی ښودلی، خو دې ډلې تر اوسه داسې کوم ډاډ نه‎دی ورکړی.

البته په یوې نوې خبرپاڼه کې وسله‎والو طالبانو یو وار بیا د قطر د دفتر له لارې له امریکا سره د افغانستان د سولې لپاره د مستقیمو خبرو اترو غوښتنه کړې.

خو د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني وايي، سوله د افغانانو ترمنځ ده او باید د افغانانو ترمنځ خبرې وشي.

دی وايي:

"د سولې بهیر هغه مهال بریالی کېدای شي چې یو بین‎الافغاني بهیر وي او مشري او مالکیت‌یې د افغانانو وي."

په عین حال کې راپورونه وايي چې د کابل د پروسې په غونډه کې د ګډون لپاره لا دمخه کابل ته د بېلابېلو هېوادونو استازي رسېدلي دي.

تمه کېږي چې د دې کنفرانس ګډون‎وال به د سولې لپاره د افغان حکومت د طرحې ملاتړ وکړي.