ټاکل شوې چهارشنبه کابل د "کابل پروسې" د دوهمې غونډې کوربه وي

ټاکل شوې چې بل سبا د چهارشنبې په ورځ کابل په همدې نوم د خپلې پروسې د دوهمې غونډې کوربه وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ډېرو هغو هېوادونو او سازمانونو چې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې ورته د ګډون بلنه ورکړل شوې وه، تأیید کړې چې په دې غونډه کې ګډون کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، په دې غونډه کې به د ۲۵ هېوادونو او درېیو نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني نن دوشنبه ازادي راډیو ته وویل چې د بهرنیو چارو وزارت دغې غونډې ته لازم تیاری نیولی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني

نوموړی وایي:

"تر اوسه ډېرو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو چې په دې ګنفرانس کې د ګډون لپاره ورته بلنه ورکړل شوې وه، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو یا د افغانستان لپاره د خپلو استازو په سطحه د ګډون ډاډ ورکړی دی."

د کابل د پروسې دغې غونډې ته له دې پلوه هم ډېر اهمیت ورکول کېږي چې په دې وروستیو کې د افغان ولسمشر او د سولې د عالي شورا په ګډون، یو شمېر لوړپوړو چارواکو په هغه کې د افغانستان له لوري د سولې د یوه هر اړخیز پلان د په ډاګه کولو او د هغه لپاره د نړیوال ملاتړ د ترلاسه کولو خبره کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ښاغلي مستغني وویل چې د کابل د پروسې په غونډه کې دوه موضوعات د افغانستان لپاره مهم دي چې د دې غونډې ګډونوال پرې بحث او خبرې وکړي.

یوه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره روانې هڅې او بله هم د ترهګرۍ په وړاندې روانه مبارزه ده.

د سولې د پلان په اړه یو ځل بیا ښاغلي مستغني وویل:

"د افغانستان دولت په پام کې لري چې د کابل د پروسې په دوهمه غونډه کې د سولې په اړه خپله هر اړخیزه طرحه او لیدلوری د کنفرانس له ګډون کوونکو هېوادونو او سازمانونو او هم له نړیوالې ټولنې سره شریکه کړي."

له دې وړاندې افغان ولسمشر اشرف غني ویلي وو چې د کابل د پروسې د غونډې هدف دا دی چې په افغانستان کې د سولې په اړه یوه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته شي.

د دغې غونډې په درشل کې په کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم نن دوشنبه وویل چې روانه اوونۍ د کابل د پروسې کنفرانس ټولو لورو ته یو مهم فرصت دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې، په دې هېواد کې د روانو شخړو او ترورېزم د پای ته رسولو لپاره د افغانستان د حکومت د هڅو ملاتړ وکړي.