نن دوشنبه د سویس په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډې پیلېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د سویس په جینوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې پیل شي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا دا ۳۷مه کلنۍ غونډه ده چې درې ورځې به دوام کوي.

په دې غونډه کې چې د سویس په جینوا ښار کې نن دوشنبه پرانيستل کېږي، د نړۍ د شااوخوا ۱۰۰ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو مشران به په‌کې ګډون وکړي.

د افغانستان په استازیتوب چې سږ میلادي کال‌یې د درېیو کلونو لپاره د دې شورا غړیتوب حاصل کړی، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په دې غونډه کې ګډون کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

یو شمېر انتقاد کوونکي په دې غونډه کې د ایران د عدلیې وزیر علي رضا اوایي د ګډون په اړه چې دې شورا ته به د بشري حقونو په اړه وینا کوي، ځکه په غصه دي چې نوموړی له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن دی.

اروپایي ټولنې او سویس چې د دې غونډې کوربه دی، پر اوایي جلا مالي بندیزونه لګولي او د تهران دغه پخوانی څارنوال‌یې له بشري حقونو څخه په سرغړونو، په خپل سر نیونو، بندیانو ته د خپلو حقونو په نه‌ورکولو او د اعدامونو په زیاتولو تورن کړی دی.

د ایران د مقاومت ملي شورا چې دفتر یې په پاریس کې دی، یوې غړې شاهین قبادي ویلي چې اوایي ته د دې اجازه ورکول چې د بشري حقونو شورا ته وینا وکړي، د شرم خبره ده او هغه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مېکانیزمونو ته یو سپکاوی دی.

هغې د فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې دا کار باید ونه‌شي، ځکه اوایي په ایران کې په بې‌رحمانه توګه د وروستیو مظاهرو د ځپلو مسؤل دی.

قبادي وویل، دوی د سې شنبې په ورځ چې په پام کې ده چې اوایي دې شورا ته وینا وکړي، په جینوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته یوه مظاهره پلان کړې ده.

د دغو انتقادونو په اړه د بشري حقونو د شورا ویاند رولاندو ګومیز درې ورځې وړاندې ویلي وو چې د دې شورا غړي حق لري چې په خپله دغې شورا ته د ویناوالو په اړه پرېکړه وکړي.

پر اوایي د اروپایي اتحادیې له‌خوا لګول شوي بندیزونه نوموړی له دې منعه کوي چې د دې اتحادیې غړو هېوادونو ته سفر وکړي او هم که په غړو هېوادونو کې مالي حسابونه لري پر هغو بندیز لګوي، خو پر نوموړي د سویس له‌خوا چې د اروپایي اتحادیې غړی نه‌دی، یوازې مالي بندیزونه لګول شوي دي.

علي رضا اوایي

په عین حال کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه بیان کې ویلي چې د دوره‌یي کلنۍ بیا کتل شوې څېړنې په اړه به چې د ۱۴ هېوادونو په اړه شوي، غور وشي او نهایي نتیجه به‌یې هم تصویب شي.

دا ځل پاکستان او اوکراین هم په دې څېړنه کې شامل شوي دي.

ارجنټاین، بینین، د چک جمهوریت، ګابون، ګواتیمالا، جاپان، پیرو، جنوبي کوریا، سریلانکا، سویس او زمبیابوې نور هېوادونه دي.

دا د ملګرو ملتونو د ټولو غړو په اړه یوه دوره‌یي څېړنه ده چې دوی ته د دې امکان ورکوي چې د خپلو اقداماتو په اړه چې په خپلو هېوادونو کې یې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو په برخه کې کړي، رڼا واچوي او هم ووایي چې د بشري حقونو په اړه‌یې خپل مسؤلیتونه پر ځای کړي دي؟

په بیان کې دغه‌راز ویل شوي چې استازي به په سوریه، بوروندي، جنوبي سوډان او برما کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه بحث وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د بیان له مخې د دې غونډې د اجنډا په سر کې د ماشومانو د حقونو په تېره بیا دا مسئله د شخړو او وسله‌والو جګړو له اړخه په جدي توګه څېړل کېږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ۴۷ غړي لري چې په دوره‌یي توګه د هرو درېیو کلونو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له‌خوا په مستقیمو او پټو رأیو سره ټاکل کېږي.