د ټاپي پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د غړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون کوي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د کار د افتتاح په مراسمو کې د ترکمنستان او افغانستان د ولسمشرانو سربېره به د پاکستان صدراعظم او د هند د بهرنیو چارو وزیر هم ګډون وکړي.

د دغه وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو د مرکز مشر فرامرز تمنا د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۳» په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دغه پروژه به د سیمې هېوادونه له تقابل څخه تحمل ته وهڅوي.

ښاغلي تمنا وویل، ټاپي پروژې چې سبا جمعه پرانیستل کېږي ورته بشپړ چمتووالی نیول شوی.

فرامرز تمنا

نوموړي زیاته کړه:

"تر هغه ځایه چې زه معلومات لرم، د هند د بهرنیو چارو وزیر، د پاکستان صدراعظم، د افغانستان او ترکمنستان ولسمشران په دغې غونډه کې ګډون کوي."

ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه ده چې له مخې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.

د ټاپي د ګازو نل ‌لیکه ۱۸۱۴ کېلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌‌یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمروز، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو نه تېرېږي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، له دغې نل لیکې په کافي اندازه ګاز پېري او دغه هېواد پاکستان او هند ته د ګازو د ټرانزیت له درکه هم هر کال شااوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر ترلاسه کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د خصوصي سکټور مرستیال فیروز مسجدي یادې خبري غونډې ته وویل چې دغه پروژه به د افغانستان پر صنعتي پراختیا مثبت اغېز ولري.

فیروز مسجدي

نوموړي زیاته کړه:

"له نېکه‌مرغه افغانستان به هم له دغې پروژې ګټه واخلي، په هرات او کندهار کې چې یو شمېر زیات صنعتي پارکونه دي، موږ به افغانستان ته د ورکړل شويو ګازو نه د فابریکو او نورو پروژو لپاره استفاده وکړو. طبیعي ده چې د افغانستان پر صنعتي پراختیا به مثبت تأثیر ولري."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د دې پروژې د عملي چارو له پیلېدو سره به په مستقیم او غیر مستقیم ډول سلګونه زرو کسانو ته د کار زمینې برابرې شي.

د يادونې ده چې په هرات کې سیمه‌ییزو چارواکو هم د ټاپي پروژې د پرانیستې په مناسبت په بېلابېلو برخو کې د تیاریو او چمتووالي خبره کړې ده.

راپور: رحمت‌الله افغان