کریم خلیلي: د سولې د ټینګښت لپاره باید ټول افغانان په ګډه هڅې وکړي

د افغانستان د سولې عالي شورا په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د تل‌پاتې سولې د ټینګښت په برخه کې ولسي ملاتړ او يووالی مهم بولي.

د دغې شورا رئیس کریم خلیلي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د کب ۰۱» په کابل کې د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو سره د سولې ملي او مشورتي کنفرانس ته وویل چې که ولس سره يو موټی شي، نو کولای شي چې هېواد له روان ناورین او ستونزو راوباسي.

نوموړي زیاته کړه چې د سولې د روان بهیر د بریالیتوب لپاره ټول افغانان باید په ګډه هڅې وکړي.

خلیلي: سوله زموږ يوه جدي اړتیا ده.

نوموړي زیاته کړه:

"سوله زموږ يوه جدي اړتیا ده او په دې اړه باید ټوله هڅه وکړو، قومي سپین ږیرو، د ولایتونو استازو او د جهاد د دورې رهبرانو راځئ يو ځل بیا لکه څنګه چې مو هېواد له يرغل نه وژغوره، ټول سره يوځای شو او هېواد له جګړې اور او وینې تویېدنې نه وژغورو."

ښاغلی خلیلي وايي، تر کومه چې د سولې بهیر ولسي نه‌شي په هېواد کې د سولې هڅې کوم ځای نه‌نیسي.

د افغانستان د سولې عالي شورا رئیس وویل چې د دوی په نوښت به د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو سره د سولې په ملي او مشتورتي دغه کنفرانس کې چې دوه ورځې به دوام وکړي سولې ته د رسېدلو په څرنګوالي او حل لارو خبرې وشي.

کریم خلیلي پر وسله‌والو مخالفینو هم د سولې غږ وکړ او ویې‌ویل چې جګړه د حل لاره نه‌ده.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو د امریکا خلکو او د امریکا سنا ته د یوه لیک په استولو سره د جنګ د درېدو او د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې.

بل‌خوا د طالبانو د رژیم د ماليې پخواني وزیر معتصم اغا جان په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د روان ناورین نه د وتو يوازنۍ لار د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ښکېلو لورو ترمنځ سیاسي هوکړې ته رسېدل دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به پوره هلې ځلې وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی بیا د سولې عالي شورا هڅو ته ځکه خوشبینه نه‌دی چې د ده په باور طالبان دغه شورا حکومتي او دولتي بولي.

ودیر صافی

نوموړي زیاته کړه:

"د سولې عالي شورا که خپل فعالیتونه هر څومره زیات کړي او له رهبرانو او مشرانو سره وګوري، نو فکر نه‌کوم چې دوی د حکومت د وسله‌والو مخالفینو سره کومې نتیجې ته ورسېږی، ځکه چې دا شورا د هغوی له نظره حکومتي او دولتي شورا ده."

ښاغلی صافی وايي، تر کومې چې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره يو بې‌پرې ادرس رامنځته نه‌شي د سولې لپاره روانې هڅې کومه نتیجه نه‌ورکوي.

راپور: واصل وصال