په بلخ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه اندېښنې

په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه مدافع بنسټونه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرکندوي.

په بلخ کې د افغان ښځو شبکه په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي له زیاتېدو شکایت کوي او د یاد بنسټ مسئولین وايي چې له مجازاتو څخه معافیت د دې سبب شوی چې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه زیاته شي.

د افغان ښځو د شبکې مسئوله معصومه رحیمي وايي چې په ټولنه کې فقر، د نا امنۍ زیاتوالی، د کاري زمینې نشتون او له مجازاتو څخه معافیت هغه عوامل دي چې په بلخ ولایت کې یې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی دی.

مېرمن رحیمي چې یوه خبري کنفرانس ته یې په مزارشریف کې خبرې کولې، زیاته کړه چې په تېرو لسو میاشتو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کابو۳۵۰ پېښې په مزارشریف او ۱۴ په ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

آغلې رحیمي په دې اړه وویل:

"تاوتریخوالی د ښځو په وړاندې په شدیده توګه موجود دی او اکثراً د کورنۍ د غړیو لخوا د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی ترسره کېږي، په بلخ کې په روان کال کې د تاوتریخوالو پېښې زیاتې شوي دي."

سره له دې چې د افغان ښځو د شبکې مسئولین د تاوتریخوالي ډېری پېښې د کورني تاوتریخوالي پېښې بولي، خو په بلخ کې د ښځو له حقونو څخه مدافعین وايي چې د تاوتریخوالي د ترسره کېدو پېښې کورنیو ته نه منحصرې کېږي او وايي چې ښځې له کور دباندې او په کار ځایونو کې هم د جنسي تاوتریخوالي قرباني ګرځي.

په بلخ کې د ښځو د حقونو فعاله کریستینا عزیزي وايي چې په دې ولایت کې حاکمه سیاسي اوضاع او د نا امنۍ موجودیت هم د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي پر زیاتېدو ناوړه تاثیر لري.

عزیزِِِي: د تاوتریخوالي زیاتېدو اندېښمن کړي یو.

کریستینا عزیزي وویل:

"د تاوتریخوالي زیاتېدو موږ هم اندېښمن کړي یو، د سیاسي اوضاع خرابوالی او د نا امنۍ موجودیت هغه څه دي چې د ښځو په وړاندې د تشدد پېښې زیاتوي."

په همدې حال کې د بلخ د ښځو ریاست مسئولین د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي موجودیت تائیدوي او وايي چې د روان کال په ترڅ کې یې د ښځو په وړاندې ۳۴۶ مورده تاوتریخوالی ثبت کړی چې پکې د قتل، په جبر ودونو او وهل ټکولو پېښې هم شاملې دي.

د بلخ د ښځو چارو مشره شهلا حدید وايي چې نسبت تېر کال ته د ښځو په وړاندې په ترسره شوي تاوتریخوالي کې ۱۰ مورد زیاتوالی راغلی.

شهلا حدید زیاته کړه:

"په بلخ کې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی موجود دی، موږ ۳۴۶ پېښې په روان کال کې ثبت کړي چې د قتل، اجباري ودونو او وهل او ټکولو پېښې هم پکې شاملې دي، د تاوتریخوالي پېښې نسبت تېر کال ته زیاتې شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي چې په سرپل، جوزجان، فاریاب او سمنګان کې هم د نا امنۍ له امله د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی نسبت پخوا ته مخ په زیاتېدو دی.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی