ملګرو ملتونو په سوریه کې د شخړو سمدستي هواری غوښتی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په سوریه کې د شخړو سمدستي هواری غوښتی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش وروسته له هغه په سوریه کې د لانجو سمدستي او له قید او شرط پرته هواری غوښتی چې اسرائیل په تېرو څو ورځو کې په سوریه کې تازه حملې کړې دي.

په دې بریدونو کې تر ډېره د ایران له ملاتړه برخمن ملېشه ځواک او اهداف په نښه شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ښاغلي ګوترش اشاره یوازې د اسرائیل بریدونو ته نه، بلکې د سوریې په شمال کې د ترکي پوځیانو حملو ته هم ګوته نیسي.

د ده په خبره، د دغو تاوتریخوالو په اوج کې دې په سوریه کې ټولې ښکېلې خواوې نړیوالو قوانینو ته ژمنې پاتې شي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفان دوجاریک پرون شنبه په یوه بیان کې ویلي چې ښاغلی ګوترش په ټوله سوریه کې مخ په زیاتېدونکی تاوتریخوالی او هم د دغه هېواد پولو ته د لانجو غزېدل له نېږدې څاري.

اسرائیل د فبرورۍ په نهمه وویل، یوې دافع هوا د دوی اف۱۶ جټ الوتکه رانسکوره کړه.

د اسرایل پوځ ویلي، دا الوتکه په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو پوځیانو په اهدافو تر بمبار وروسته خپلې قرارګاه ته پر لاره وه چې وویشتل شوه.

اسرائیل وروسته له هغه په سوریه کې د ایران له ملاتړه برخمنو پوځیانو پر اهدافو بمبار کړی چې د دوی په خبره، یوه بې پیلوټه ایرانۍ الوتکه د اسرائیل هوايي حریم ته ننوتې وه.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون وویل، ایران د سوریې له خاورې په کار اخیستلو غواړي چې پر اسرائیل برید وکړي، خو دوی به دا اجازه ورنه کړي.

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو

نوموړي وویل:

"ایران د اسرائیل د ورانولو په هدف د سوریې له خاورې کار اخلي او په اسرائیل برید کوي، اسرائیل د دې وروستي برید په خاطر ایران او کوربه سوریه مسؤله بولي او د خپلې خاورې او امنیت د ساتلو لپاره هر څه چې ضرورِ وي، ترسره کوي یې."

پرون د جټ الوتکې پيلوټان د اسرائیل له خوا ژغورل شوي دي.

د امریکا متحده ایالتونو له خپل ملګري اسرائیل ملاتړ کړی دی.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدرناوئرت ویلي:

"له اسرائیله د هغوی د خاورې د دفاع د حق په برخه کې کلک ملاتړ کوو."

خو ایران په سوریه کې خپل پوځي حضور او د اسرائیل د جنګي الوتکې د نسکورلو خبر رد کړی دی.

د ایران ولسمشر حسن روحاني پرون شنبه په یوه غونډه کې وویل چې پر نورو بریدکوونکي هېوادونه بري ته نه شي رسېدلای.

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل:

"که کوم هېواد فکر کوِي چې د ترورېزم د تقویت یا په نورو هېوادونو کې له لاسوهنې او د ګاونډیانو له بمباره کولای شي چې مطلوبو پایلو ته ورسېږي، تېر وتلی دی، موږ د سیمې د امنیت لپاره چمتووالی لرو."

په سوریه کې د ایران او اسرائیل لانجې داسې وخت پیل شوي چې دا هېواد وار له مخه کورنیو جګړو سخت ځپلی دی.

له ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې چې د بشار الاسد د رژیم او مخالفینو تر منځ جنګ پيل شو، شااوخوا څلور لکه سوریایان وژل شوي او ۱۱ میلیونه نور بې کوره کړای شوي دي.

راپور: صفي الله ستانکزی