د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

د اسرائیلۍ الوتکې له نسکورېدو وروسته د ایراني ملاتړو ۱۲ ځایونو بمباري شوي


نن وروسته له هغې چې د اسرائیل یوه جت الوتکه په سوریه کې د دې هېواد د هوایي دفاعي ځواک د ډزو په نتیجه کې راوغورځېده، د اسرائیل پوځ په سوریه کې د حکومت او د هغه د ایراني ملاتړو پر ۱۲ ځایونو بمباري وکړه.

پوځ په یوه بیان کې وویل چې په دغو بمباریو کې د سوریې د هوایي مدافعې پر درېیو دستګاوو او په سوریه کې مېشت د ایران د سپاه پاسداران ځواک پر څلورو ځایونو هم بمباري وشوه.

په بیان کې دغه راز وویل شوي چې د حملې په جریان کې د الوتکې ضد یو توغندی هم د اسرائیل پرلوري توغول شوی چې د خبرادري زنګ یې د اسرائیل په شمال کې واورېدل شو.

د سوریې دولتي اژانس بیا ويلي چې د سوریې هوایي دفاعي ځواکونو په متقابل عمل لاس پورې کړ او پرخپلو پوځي تاسیساتو د اسرائیل د حملو مخه یې ونیوله.

نن د ورځې په پیل کې د اسرائیل یوه جنګي الوتکه وروسته له هغې د سوریې د هوایي دفاعي ځواک تربرید لاندې راغله او نسکوره شوه چې د سوریې د خاورې دننه یې پر ایراني اهدافو حمله وکړه.

د اسرائیل پوځ ویلي چې د اسرائیل د نسکورې شوې اف ۱۶ جت الوتکې پیلوټان ژوندي، خو یو یې سخت ټپي شوی دی.

اسرائیل پر دغه ځای وروسته له هغې برید وکړ چې دا یې وموندله چې یوه ایرانۍ بې پیلوټکه الوتکه یې له سوریې د خپلې خاورې هوایي قلمرو ته داخله شوې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیل دغه راپورونه چې د یوې ایرانۍ بې پیلوټه الوتکې چې له سوریې د دې هېواد هوایي قلمرو ته داخله شوې، مخه یې ونیوله، بې اساسه او هغه یې مسخره بللي دي.

د ایران دولتي ټلویزیون د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله وویل چې ایران یوازې د سوریې حکومت ته پوځي مشوره ورکوي.

په عین حال کې روسیې هم په سوریه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له ټولو خواو یې غوښتي چې د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا مهمه ده چې د سوریې او په سیمه کې د نورو هېوادونو د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي.

روسیې چې د سوریې په کورنۍ جګړه کې د ولسمشر بشارالاسد د حکومت ملاتړ کړی، دغه راز ویلي چې دا په هېڅ وجه د منلو نه ده چې د روسي سرتېرو چې د سوریې د قانوني حکومت په غوښتنه د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د مرستې لپاره هغه هېواد ته تللي، ژوند او امنیت له ګواښ سره مخامخ شي.

د روسیې ترڅنګ ایران هم د سوریې د ولسمشر پوځي او ډیپلوماټیک ملاتړ کوي او د هرهغه اقدام چې د اسد موقف کمزوری کوي، په وړاندې یې مخالفت څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG