د کورنیو چارو وزارت: پولیس د نور په مشرۍ غونډو کې له ګډونه نه‌دي منعه شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، دغه وزارت د عطا محمد نور په رهبرۍ په اداري او امنیتي غونډو کې د بلخ د پولیسو چارواکي نه‌دي منعه کړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د پولیسو چارواکو د عطا محمد نور په مشرۍ په سیاسي غونډو کې ګډون نه‎دی کړی، خو د دغه وزارت د ویاند د مرستیال په خبره د بلخ د پولیسو چارواکي کولای شي، د ښاغلي نور په مشرۍ په اداري او امنیتي غونډو کې ګډون وکړي.

نصرت رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۸» د ازادي راډيو د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د عطا محمد نور په مشرۍ د پولیسو چارواکي په امنیتي او اداري غونډو کې ګډون کولای شي؟ وویل:

"هغه څه چې په وظیفو پورې اړه لري په هغه کې ګډون ستونزه نه‎لري، تر هغې چې د حکومت او هغه «عطا محمد نور» ترمنځ ستونزه هواره نه‎شي، دوی مسؤلیت لري، د موضوع د رهبرۍ په خاطر امنیتي مسؤلین ملکفیت لري چې خپل چارې ښې سمبالې کړي."

رحیمي: هغه څه چې په وظیفو پورې اړه لري په هغه کې ګډون ستونزه نه‌لري.

د سیمه‎ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې د ولایتونو په کچه امنیتي غونډې د امنیتي مسؤلینو ترمنځ جوړېږي چې ریاست‌یې د والي په غاړه وي او کله چې والي په خپل دفتر کې نه‎وي دغه غونډه د نوموړي مرستیال پر مخ وړي.

په داسې غونډو کې پر امنیتي ستونزو بحث کېږي او له سلا مشورو وروسته د ولایت په کچه تصمیم نیول کېږي.

ښاغلي رحیمي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د بلخ د پولیسو دغه چارواکي د عطا محمد نور له لارښونو پیروي کوي که نه؟ وویل چې هر امنیتي مسؤل د وظایفو لایحه لري.

د افغانستان جمهوري ریاست د قوس میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د عطا محمد نور استعفا یې منظور کړې او پر ځای یې انجنیر محمد داوود د بلخ د نوي والي په توګه په دنده ګمارلی دی.

دغه استعفا جمعیت اسلامي ګوند او ښاغلي نور ونه‌منله او د راپورونو پر بنسټ د ستونزې د حل په هدف‌یې د جمعیت او حکومت ترمنځ دوه ځلې مذاکرات وشول.

په دې وروستیو کې د امریکا مرستیال ولسمشر او په کابل کې د دغه هېواد سفارت ویلي چې د بلخ رهبري باید په سوله‎ییزه او پر خپل وخت بدلون ومومي.

که څه هم د بلخ د والي له استعفا وروسته د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویلي چې د بلخ د والي په توګه د ښاغلي نور هر ډول فعالیتونه قانوني نه‎دي، خو دوه ورځې مخکې د بلخ د والي ویاند ازادي راډيو ته ویلي و چې په دې وروستیو کې ښاغلي نور د مرکزي حکومت له سلا مشورې پرته دوه ولسوالان تغییر او تبدل کړي دي.

د بلخ د ولایت ویاند منیر فرهاد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د عطا محمد نور په مشرۍ په امنیتي غونډو کې پولیس او نور امنیتي چارواکي په عادي توګه ګډون کوي.

ښاغلی فرهاد وايي، یو شمېر هغه اسناد او مکتوبونه چې د ښاغلي نور په لاسلیک یو شمېر سکټوري وزارتونو ته لېږل شوي، که رد شول نو سیمه‎ییزه اداره به باالمثل عمل وکړي.

منیر فرهاد

دی وايي:

"تر اوسه مو د رد ځواب نه‎دی ترلاسه کړی، تمه لرو چې د رد ځواب رانه‎شي، په داسې حال کې چې له هر ادرس او وزارت نه د رد ځواب راغی، طبیعي ده چې سیمه‌ییزه اداره به هم باالمثل عمل ترسره کړي."

د سیمه‎ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په دې اړه نظر څرګند نه‎کړ، خو د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي ازادي راډيو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د بلخ د ولایت موضوع به د اساسي قانون په رڼا کې ډېر ژر حل شي.

راپور: رحمت‌الله افغان