د "م. م" څېړونکي په سوریه کې د کیمیاوي بریدونو په اړه راپورونه څېړي

د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو کارپوهان وايي، په سوریه کې د حکومت د مخالفو وسله‎والو تر واک لاندې سیمو کې د کیمیاوي وسلو د بریدونو په اړه د یو شمېر تازه راپورونو څېړنه کوي.

په سوریه کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو څېړونکې ډلې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۱۷» وویل، دوی څو راپورونه تر لاسه کړي دي چې د کلورین د زهرجن ګاز لرونکي بمونه د سوریې په یو شمېر ښارونو کې کارول شوي او دوی دا مهال دا راپورونه څېړي.

د ملګرو ملتونو څېړونکې ډله وايي، په دې اړه د ادلیب ولایت په سراقب او د غوطه سیمې په دوما ښارګوټي کې د کیمیاوي بریدونو راپورونه ور رسېدلي دي.

کارول شوې کیمیاوي وسلې

د دې دواړو ښارګوټو اوسېدونکو د سوریې حکومتي ځواکونه تورن کړي چې په وروستیو اوونیو کې یې په بمبارۍ کې له کیمیاوي وسلو کار اخیستی.

دا دواړه سیمې چې بریدونه په‎کې شوي د یاغیانو په واک کې دي.

د بشارالاسد په مشرۍ د سوریې رژیم چې روسیه او ایران‌یې ملاتړ کوي، د کیمیاوي وسلو د کارولو ادعاوې رد کړې دي.

خو په تېر سپټمبر کې د ملګرو ملتونو څېړونکې کمېټې په رسمي توګه دمشق تورن کړی و چې د ۲۰۱۷ میلادي کال په لومړیو کې یې د ادلیب په خان شیخون ښار کې کیمیاوي برید کړی او لږ تر لږه پنځه کسان‌یې وژلي دي.

ملګرو ملتونو همدارنګه معلومه کړې چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ میلادي کلونو کې هم د سوریې حکومت د کلورین د وژونکي ګاز بریدونه کړي وو.

د سوریې خان شیخون سیمه

شااوخوا دوه اوونۍ مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن د سوریې د حکومت له‎خوا د کیمیاوي وسلو د کارونې په احتمال اندېښنه څرګنده کړې وه.

متحده ایالاتو د دوشنبې په ورځ وویل، په وروستیو اوونیو کې په سوریه کې د کلورین د زهرجن ګاز د بریدونو په اړه «څرګند شواهد» شته.

د امریکايي چارواکو په وینا په دې لړ کې په غوطه سیمه کې د کیمیاوي وسلې د کارونې په اړه شواهد موجود دي.

غوطه د دمشق په ختیځ کې د سوریې د رژیم د مخالفو وسله‎والو تر ولکې لاندې سیمه ده چې شااوخوا ۴۰۰ زره کسان په‌کې د سوریې د حکومتي ځواکونو په محاصره کې ژوند کوي.