د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر وايي، د اصولو له مخې له پاکستان سره د کډوالو پر داوطلبانه راتګ توافق لري.
په داسې حال کې چې د پاکستان کابینې د افغان کډوالو لپاره په هغه هېواد کې د پاتې کېدو زړه نېټه د دوو نورو میاشتو لپاره هم وغځوله د افغانستان د کډوالو او بیا راستنېدونکو چارو وزارت وايي، له پاکستان سره د اصولو له مخې د کډوالو پر داوطلبانه راتګ توافق لري.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلوغې ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې دوی هیلهمند دي چې افغانستان ته په داوطلبانه ډول د افغان کډوالو د بیا راستنېدنې زمینې برابرې او په هغه هېواد کې پرې فشارونه راکم شي.
نوموړي زیاته کړه:
"د پاکستان د سرحدونو چارو وزارت وړاندیز پنځه میاشتې و، خو د پاکستان کابینې دوه میاشتې تصویب کړي دي، په اصولو کې پاکستان زموږ سره توافق لري چې له پاکستان نه د کډوالو تګ باید په خپله خوښه وي، موږ هیلهمند یو چې د داوطلبانه راتګ لپاره ډېرې زمینې برابرې شي تر څو د پاکستان فشارونه پر افغان کډوالو کم شي."
د پاکستان کابینې تر دې مخکې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د روان کال د جنورۍ وروستۍ نېټه ټاکلې وه.
د راپورونو له مخې پاکستان دغه پرېکړه په هغه هېواد کې د تر هکرۍ پر وړاندې د جدي مبارزې په برخه کې د امریکا تر فشارونو وروسته وکړه.
د روان میلادي کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پاکستان له افغانستان او نړیوالې ټولنې سره په دوه مخې پالېسۍ تورن کړی او ویلي و چې هغه هېواد د ترهګرۍ پر وړاندې د رښتینې مبارزې نهکولو په برخه کې امریکا ته دوکه ورکړې ده.
The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking of our leaders as fools. They give safe haven to the terrorists we hunt in Afghanistan, with little help. No more!
— Donald J. Trump (@realDonaldTrump) January 1, 2018
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت او د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو ادارې یا «UNHCR» تل دا ویلي چې پاکستان باید په هغه هېواد کې مېشت افغان کډوال د روان سیاست ښکار نهکړي.
دا وخت په پاکستان کې څه باندې دوه میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
له دې ډلې ۱.۲ میلیونهیې له پخوا راجسټر شوي کډوال او اووه لکه ۷۰ زره نوي راجسټر شوي دي چې له تېرو شااوخوا ۳۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسېږي.
په پاکستان کې د افغان کډوالو د پاتې کېدو په تړاو د هغه هېواد د کابینې د نوې پرېکړې په اړه په اسلاماباد کې د افغان سفیر مرستیال زردشت شمس وايي، که څه هم تمدید شوې موده کمه ده، خو وايي دا موده به په یاده برخه کې دوی ته د خبرو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه:
"زموږه هیله دا وه چې یوه اوږده موده وي، خو بیا یې هم هرکلی کوو. په دغې موده کې به موږ هم د خپل حکومت له مسؤلینو سره پر جزئیاتو کار وکړو او هم به د پاکستاني لوري سره کېنو ترڅو په دې اړه پر عملي او منطقي لارو وغږېږو."
د ملي وحدت حکومت په تېرو درېیو کلونو کې دوه میلیونه ۲۵۰ زره کډوال هېواد ته راستانه کړي چې تر ټولو زیات شمېر یې په ۱۳۹۵لمریز کال کې ثبت شوی دی.
د افغانستان د کډوالو چارو وزارت وايي، دوی د دغې لړۍ د بیا چټکتیا لپاره پر ګڼو لارو چارو او پلانونو کار کوي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ