په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدو موده دوه میاشتې وغځېده

د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د اوسېدو موده یوازې د دوه میاشتو لپاره غځولې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د روان کال په پیل کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده یوازې د جنورۍ تر پایه وغځوله او ویې‌ویل، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو نړیواله اداره «UNHCR» دې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

که څه هم د پاکستان حکومت څه موده مخکې په ترکیه کې د افغانستان، پاکستان او «UNHCR» ترمنځ تر درې اړخیزې غونډې وروسته په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د اوسېدنې موده د یو کال لپاره د غځولو پرېکړه کړې وه، خو بیا وروسته‌یې دغه موده لومړی یوازې یوه میاشت وغځوله او دا ځل‌یې تر دوه نورو میاشتو اوږده کړه.

پاکستان کې افغان کډوال

د پاکستان دولتي رسنۍ وايي چې د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د چهارشنبې په ورځ په اسلام‎اباد کې د مرکزي حکومت د کابینې په هغه غونډه کې کړې چې مشري یې د دغه هېواد صدراعظم شاهد خاقان عباسي کوله.

د پاکستان حکومت تر هغې وروسته افغان کډوالو ته یوه میاشت وخت ورکړ چې د روان کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ترهګرۍ ضد جګړې په لړ کې پاکستان په دوه مخۍ تورن کړ، د دې هېواد پوځي مرستې یې وځنډولې او افغان حکومت‌یې هرکلی وکړ.

که څه هم د پاکستان حکومت لا تر دې دمه دا نه‎دي ویلي چې ولې یې افغان کډوالو ته د ترکیې د درې اړخیزې غونډې په رڼا کې د یو کال اوسېدو اجازه ورنه‎کړه، خو په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال څو ورځې وړاندې پر پاکستان غږ کړی و چې د دوو هېوادونو د اړیکو د ښکته پورته‌والي فشار باید پر کډوالو رانه‎شي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې «UNHCR» د احصائیې له مخې دا مهال په پاکستان کې تر ۴.۱ میلیونو زیات راجسټر افغان کډوال مېشت دي چې په دې هېواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري، خو د پاکستان حکومت بیا ټینګار کوي چې پر دغو کډوالو سربېره په دې هېواد کې نږدې یو میلیون ناراجسټر کډوال هم مېشت دي.

له بلې‎خوا بیا پاکستان یو ځل بیا له امریکا غوښتي چې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو هېواد ته د ستنولو لپاره دې له افغان حکومت سره په ګډه یوه کوټلي تګ‌لاره جوړه کړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ تېره ورځ د کډوالو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو له مرستیالې وزیرې نسيسي ايزوزو جاکسن سره لیدلي او له پاکستانه د افغان کډوالو د ستېندو پر چارو سربېره‌یې ورسره په یو لړ نورو مسایلو خبرې کړې دي.

د پاکستان د سرحدي چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ

عبدالقادر بلوڅ د امریکا مرستیالې وزیرې ته ویلي چې په پاکستان کې لکونه کډوال مېشت دي چې له امله‌يې دغه هېواد له یو شمېر ستونزو سره مخ دی، نو ځکه دې امریکا د دغو کډوالو خپل هېواد ته په ستنولو کې رول ولوبوي.

راپور: ذبیح مومند