په اسلاماباد کې د افغانستان سفیر ډاکتر حضرت عمر زاخېلوال د پاکستان لهخوا افغان حکومت ته د وسلهوالو د سپارلو پر خبر حیرانتیا ښودلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل د سې شنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي و چې د پاکستان حکومت د تېر کال په نومبر میاشت کې له افغان طالبانو او حقاني شبکې سره د تړاو په تور ۲۷ کسان افغان حکومت ته سپارلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل پر خپل ټویټرپاڼې په دې اړه کاږي:
In this context, 27 individuals suspected of belonging to TTA & HN have been handed over to Afghanistan in November 2017
— Dr Mohammad Faisal (@DrMFaisal) January 30, 2018
خو په اسلاماباد کې افغان سفیر عمر زاخېلوال د چهارشنبې په ورځ پر خپلې ټویټر پاڼې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند د دغو څرګندونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې «دا زما لپاره یو خبر دی» او کاږي:
"که چېرې داسې کېږي، نو دا د دواړو هېوادونو د اړیکو لپاره ستر پرمختګ دی."
This certainly is news to me! It would be a huge step forward in our important bilateral relations if this indeed happens. @geonews_english https://t.co/L5nPSftKb4
— Dr Omar Zakhilwal (@DrOmarZakhilwal) January 31, 2018
افغان سفیر په داسې وخت کې د پاکستان د حکومت لهخوا افغانستان ته د وسلهوالو د سپارلو د بیان په اړه څرګندونې کړي چې د افغانستان د استخباراتي ادارې مشر معصوم ستانکزی او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر ویس برمک پر یو لړ مسایلو د خبرو لپاره اسلاماباد ته تللي دي.
له بلېخوا بیا د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل هم اسلاماباد ته د دغه جګپوړي افغان پلاوي د سفر پخلی کړی او پر خپلې ټویټر پاڼې یې لیکلي:
"دغه افغان پلاوی د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له ځانګړي پېغام سره راغلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر همکاریو به بحث وکړي."
Afghan government had requested that a high level delegation comprising Interior Minister and NDS chief would like to visit Pakistan with a message from Afghan President and for discussions about cooperation between the two countries. Delegation is here and will have talks today.
— Dr Mohammad Faisal (@DrMFaisal) January 31, 2018
دغه جګپوړی افغان پلاوی په داسې وخت کې د اسلاماباد سفر کوي چې په دې وروستیو کې په افغانستان، په ځانګړې توګه په پلازمېنه کابل کې خونړي ترورېستي بریدونه شوي چې لسګونه ملکي کسانیې وژلي او سلګونهیې ټپیان کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت: پر کانټیننټال هوټل برید کې د ۱۴ بهرنیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي
مجروح: د کابل په نننۍ چاودنه کې ۹۵ تنه وژل شوي او ۱۵۸ ټپیان دي
دفاع وزارت: د ۱۱۱مې فرقې د یو کنډک پر جز و تام حمله کې ۱۱ سرتېري وژل شوي
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او امریکا تل تور لګوي چې په افغانستان کې د ترورېستي بریدونو عاملین په پاکستان کې خوندي پټنځایونه او مرکزونه لري چې له اسلامابادهیې د ځپلو غوښتنه کوي.
خو پاکستان بیا دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې خپله خاوره د چا پر ضد کارېدو ته نهپرېږدي او وايي چې پر خپله خاورهیې د عملیاتو په ترڅ کې ټول ترهګر ځپلي دي.
راپور: ذبیح مومند