د افغانستان د سولې په اړه د اندونیزیا د همکارۍ په اړه بېلابېل نظرونه!

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال که څه هم افغانستان ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر د ښې حکومتوالۍ، اقتصادي پرمختګ او ډموکراسۍ په ټینګښت کې ګټور بولي، خو د سولې په برخه کې ورته د شک په سترګه ګوري.

محمد علم ایزدیار د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، لا هم روښانه نه‎ده چې اندونیزیا کولای شي په ترهګرو ډلو لازم فشار راوړي او کنه؟

د افغانستان د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

دی وايي:

"تر اوسه روښانه نه‎ده چې دوی «اندونیزیا» په وسله‎والو ګروپونو، طالبانو او ترورېستي ډلو لازم فشار راوړلی او دوی د سولې خبرو ته چمتو کولای شي که نه؟ بله مسئله دا چې ایا اندونیزیا، پاکستان یا نور هغه هېوادونه چې له ترورېستانو سره اړیکې لري چمتو کولای شي چې د افغانستان په قضیه کې ګټور او هر اړخیز بحث وکړي که نه؟"

ښاغلی ایزدیار سولې ته د رسېدو یوازنۍ لار پر پاکستان د فشارونو زیاتېدل بولي او وايي، نړیواله ټولنه باید پر پاکستان خپل فشارونه نور هم زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ د اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو په یو رسمي سفر افغانستان ته راغی او له ولسمشر غني سره‌یې تر کتنې وروسته یوې ګډې خبري ناستې ته وویل، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د سولې د راوستو په برخه کې مرسته وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر دا هم وویل چې هېواد به‌یې پر سولې سربېره له افغانستان سره په اقتصادي، سوداګریزو، زېربنايي چارو او نورو بېلابېلو برخو کې هم مرسته او همکاري وکړي.

د اندونیزیا ولسمشر له دې وړاندې پاکستان ته تللی و او له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره‌یې د کتنې پر مهال د افغانستان، اندونيزيا او پاکستان د ديني عالمانو د يوې ګډې کمېټې د جوړولو وړاندیز کړى و.

د امریکا او افغان حکومت تازه څرګندونې جګړه اوږدوي.

په ورته وخت کې د افغانستان د علماوو شورا رئیس قیام‌الدین کشاف د سې شنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې د افغان سولې په برخه کې د اندونیزیا د ولسمشر د څرګندونو هرکلی وکړ او درې واړو هېوادونو د عالمانو د ګډې کمېټې جوړول مثبت ګام یاد کړ.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم د سولې په برخه کې افغانستان ته د اندونیزیا د ولسمشر سفر له اهمیته ډک بولي او وايي، د افغانستان د ستونزو د هواري په برخه کې د یاد هېواد رول مهم دی.

فیض محمد ځلاند

له ډلې یې فیض محمد ځلاند ازادي راډيو ته وویل:

"اندونیزیا د خپل معاصر تاریخ د کورنیو جګړو د تاوتریخوالي، ډېره اوږده مخینه لري او په دې برخه کې يې ډېرې بریالۍ هڅې کړې دي. دوهم دا چې اندونیزیا د یو مسلمان هېواد په توګه د خپل پاک نیت له مخې هم کولای شي، په افغان سوله کې مثبت رول ولوبوي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، وسله‎والو طالبانو د سولې د خبرو اترو فرصت له لاسه ورکړی او تر دې وروسته به سوله د جګړې له لارې ترلاسه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د افغانستان روان وضعیت ته په پام سره ویلي، فکر نه‌‌کوي چې د امریکا متحده ایالات دې اوس‌‌مهال له وسله‎والو طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو وي.

خو ښاغلی ځلاند د امریکا او افغان حکومت تازه څرګندونې له احساساتو ډکې بولي او وايي، دا ډول څرګندونې جګړه اوږدوي.

راپور: اکرام‌الله اکرام