د هغو روسانو نوملړ چې له پوتین سره د اړیکو پر اساس میلونران شوي

د امریکا د خزانې وزارت د هغو روسانو نوملړ بېګا خپور کړی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري او د ډېرو سرچینو په باور، له پوتین سره د ارتباط پر اساس‌یې ملیونونه ډالره پانګه ترلاسه کړې ده.

د امریکا د خزانې وزارت راپور د "کرملېن لېست" په نوم خپور شوی چې په غیر رسمي ډول د "پوتین لېست" هم ورته ویل کېږي.

په لېست کې د ۱۱۴ هغو روسانو چې د روسیې په دولت او سیاسي کړیو کې لوړ مقامونه لري یا پېژندل شوي سیاستوال دي او د لږ تر لږه ۹۶ "اوليګارکانو" یا هغو روسانو چې زیاتې پانګې لري نومونه راغلي چې د امریکايي چارواکو په وینا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د نږدې اړیکو پر اساس‌یې پانګه غونډه کړې ده.

په لېست کې د کرملېن د ویاند دمیتري پسکوف، د کابینې د ۳۱ وزیرانو، د صدراعظم دمیتري مدودف، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د روسیې د اسختباراتو وزارت یو شمېر نور لوړ رتبه چارواکو نومونه شامل دي.

د روسیې صدراعظم له ولسمشر پوتین سره.

د روسیې د تېلو د ستر شرکت روس نفت د مشر او د پېژندل شویو میلیونرانو لکه علي شیر عثمانوف، میخائیل پروخوروف او یوفجیني کاسپيرسکي نومونه هم په‌کې راغلي دي.

د امریکا د خزانې وزارت راپور پر روسیه نوي بندیزونه نه‌لګوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ ادارې کانګرس ته خبر ورکړی چې په اوس وخت کې پر روسیې د نویو بندیزونو لګولو پلان نه‌لري.

د کرملېن راپور پرون دوشنبه د امریکا کانګرس ته استول شوی دی.

د امریکا د خزانې وزارت ویلي چې په لېست کې د هغو روسانو نومونه راغلي چې د معلومو سرچینو په حواله، د یو میلیارد ډالرو په شااوخوا کې یا تر هغه زیاته پانګه‌یې راغونډه کړې ده.

د روسیې د ولسمشر ویاند دمیتري پسکوف پرون په دې اړه په غبرګون کې، پر متحده ایالاتو تور پورې کړ چې د نوي راپور د خپرولو له لارې د روسیې د جمهوري ریاست په راروانو انتخاباتو کې د لاس‌وهنې هڅه کوي.

په روسیه کې د جمهوري ریاست ټاکنې د مارچ پر ۱۸مې پلان شوي او باور پر دې دی چې ولسمشر ولادیمیر پوتین به د جمهوري ریاست بله شپږ کلنه دوره په‌کې وګټي.

پسکوف له ولسمشر پوتین سره.

د ولادیمیر پوتین ویاند پرون خبریالانو ته وویل:

"موږ په حقیقت کې پر دې باور یو چې دا مستقیمه او څرګنده هڅه ده او زموږ پر انتخاباتو د اغېز کولو لپاره ګام اخیستل شوی دی."

خو پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، که چېرې امریکا پر روسیې نوي بندیزونه لګوي، پر هغو غیر روسي ادارو به وي چې د روسیې له دفاعي او استخباراتي ادارو سره مهمې معاملې لري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پرون د "کرملېن لېست" په اړه خبرې ونه‌کړې او دا یې هم ونه‌ویل چې پر روسیه به نوي بندیزونه ولګول شي.