د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

روسیې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د مسؤل ګڼلو په اړه د امریکا ادعا رد کړه


په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا «Vasily Nebenzya» د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر هغه ادعا په کلکه رد کړه چې ویلي یې دي په سوریه کې د هر ډول کیمیاوي وسلو د استعمال ملامتي د مسکو پر غاړه ده.

نبنزیا چې د سې شنبې په ورځ‌یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته څرګندونې کولې وویل چې متحده ایالاتو په بیړه د سوریې حکومت د کیماوي وسلو پر استعمال تورن کړ او اوس دوی هڅه کوي چې روسیه هم په دې مسئله کې ښکېله کړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر.

رکس ټېلرسن د روسیې په اړه وروستۍ څرګندونې پرون ماښام په پاریس کې د امریکا او فرانسې په شمول د ۲۴ هېوادونو له‎خوا د هغه نوي سازمان د پرانیستې په مراسمو کې وکړې چې د هغو کسانو د تثبیت او سزا ورکولو په هدف جوړ شوی چې کیمیاوي وسلې کاروي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل روسیې له سوریې څخه د کیمیاوي وسلو د لېږدولو لپاره د ۲۰۱۳ میلادي کال له تړون څخه چې له متحده ایالاتو سره‌یې کړی، سرغړونه کړې.

رکس ټیلرسن
رکس ټیلرسن

هغه همداراز وویل، مسکو د سوریې له حکومت سره د کیماوي وسلو له تړون څخه چې د دغو وسلو پر کارولو بندیز لګوي، په سرغړونه کې هم مرسته کوي.

ټېلرسن وویل، روسیه باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د هغو پرېکړه‌لیکونو له ویټو کولو ډډه وکړي چې د کیمیاوي وسلو د استعمال عاملان عدالت ته راکاږي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر رکس ټېلرسن په وینا، په دې اړه چې روسیه خپل متحد سوریه ژغوري شک نه‌‎لري او روسیې په دې اړه د تضمینوونکي په توګه د ۲۰۱۳ مېلادي کال له هوکړه‌لیک نه سرغړونه کړې ده.

دغه نوی سازمان چې اساس‌یې د سې شنبې په ورځ د پاریس په غونډه کې کېښودل شو هدف‌یې د کیماوي حملو د عاملینو په وړاندې د معلوماتو راټولول او له یو بل سره د هغوی په شریکولو کې د اسانتیاوو رامنځته کول دی تر څو د کیماوي حملو له عاملینو سره د خپلو اعمالو په خاطر حساب کتاب وشي.

هغه نوی سازمان چې اساس یې د پاریس په غونډه کې کېښودل شو.
هغه نوی سازمان چې اساس یې د پاریس په غونډه کې کېښودل شو.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت وویل د کیمیاوي وسلو د استعمال په اړه د معافیت په وړاندې د دغه نړیوال شراکت هدف دا نه‌دی چې هغه دې په دې برخه کې د موجوده نړیوال مېکانیزم ځای ونیسي یا دې په دې اړه څېړنې ترسره کړي، خو د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف دغه نوی نوښت د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د سازمان په صلاحیتونو کې مستقیمه مداخله او د ملګرو ملتونو پر چوکاټ یوه ضربه وبلله.

فعالانو او د ژغورنې ډلو ویلي چې ګومان کېږي د سوریې حکومت د جنورۍ پر ۲۲مه دمشق ته نږدې د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمه کې له مسموم کېدونکي ګاز څخه کار اخیستی چې لږ تر لږه ۲۰ ملکیان‌یې اغېزمن کړی و.

د سوریې حکومت له دې انکار کوي چې کیماوي وسلې کاروي، خو مسکو وایي په تېرو وختونو کې سخت دریځو کیماوي وسلې استعمال کړې دي.

لوېدیځ هېوادونه وایي، روسیې د کیماوي حملو په خاطر د سوریې د ولسمشر بشارالاسد حکومت ته د نه‌سزا ورکولو لپاره له خپل نفوذ څخه کار اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG