سپينې ماڼۍ له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې طالب مشران ونيسي

سپينې ماڼۍ له پاکستانه غوښتي چې په خپله خاوره کې طالب مشران ونيسي.

وروسته له هغه چې طالبانو په کابل کې پر انټرکانټيننټال هوټل د برید مسؤليت ومانه چې د چارواکو په وينا، په‌کې د ۱۴ بهرنيانو په ګډون ۲۲ کسان ووژل شول، امریکا له پاکستانه غوښتي چې پر خپله خاوره دې طالب مشران ونيسي.

پر انټرکانټيننټال هوټل له حملې دوه ورځې وروسته د سپينې ماڼۍ وياندې سارا ساندرز له پاکستانه وغوښتل چې په خپله خاوره کې دې د افغان طالب مشرانو پر وړاندې لاس په کار شي.

د سپينې ماڼۍ ويانده سارا ساندرز

اغلې ساندرز وویل:

"موږ له پاکستانه غواړو چې په چټکۍ سره دې د طالبانو مشران ونيسي او یا دې يې هم له خپلې خاورې اوباسي."

سپينه ماڼۍ وايي، په افغانستان کې پر ملکيانو حملو واشنګټن هڅولی چې د افغانانو تر څنګ ودرېږي او د هغوی ملاتړ وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رکس ټېلرسن پر انټرکانټيننټال هوټل د یکشنبې د ورځې حمله په سختو ټکو غندلې ده او له افغان حکومت او افغانانو سره‌يې د خپل هېواد د ژمنتيا پر دوام ټيګار کړی دی.

پر انټرکانټيننټال هوټل تر حملې وروسته، د افغانستان جمهوري ریاست په يوه اعلاميه کې پاکستان ته په غير مستقيمه توګه په اشارې سره ويلي وو چې افغان حکومت د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ويلي، تر هغه وخته چې ترورېستان په سیمه کې خوندي ځايونه ولري، د سيمې خلک هېڅکله سوله نه‌شي موندلای.

خو د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي په يوه مرکه کې ویلي چې هېواد یې تر بل هر چا له ترورېزم څخه اغېزمن شوی دی.

د پاکستان صدراعظم د امريکا پر ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغه د وروستي ټویټ په خاطر انتقاد کړی چې ويلي يې وو، پاکستان له ترورېزم سره په مبارزه کې امریکا تېر ايستلې ده.

عباسي وويل، دا ټویټ د منلو وړ نه‌دی او پاکستان بايد په افغانستان کې د امريکا د پاتې راتلو لپاره ملامت نه‌شي.

د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي

ده وویل:

"دې ټویټ نوی پيغام نه‌درلود، په دې ټویټ کې چې کومه ژبه کارول شوې، د منلو نه‌ده."

عباسي پر دې سربېره چې له امریکا يې غوښتي چې د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د پاکستان ونډې ته درناوی وکړي، دې خبرې ته هم اشاره کړې چې ګواکې امريکا افغانستان ته د ناټو ځواکونو لپاره د اکمالاتو د لېږلو په خاطر د پاکستان له هوايي حريمه استفاده کړې او د هغې پیسې یې ورته نه‌دي ورکړي.

ښاغلی عباسي وایي:

"زموږ له ځمکنیو لارو استفاده شوې او لا هم ادامه لري، زموږ په هوايي حریم کې يو ميليون يا ښايي ۱،۲ ميلیونه پروازونه شوي او پیسې راته نه‌دي راکړل شوي، امريکا لږ تر لږه دا بايد ومني چې پاکستان دغه هېواد ته ځمکنۍ او هوايي لارې ورکړې دي."

عباسي زياته کړه، که څوک له پاکستان سره د مرستو حساب کول غواړي، نو د پاکستان له هوايي حریم څخه د استفادې بيه هم بايد هېره نه‌کړي.

په داسې حال کې چې د پاکستان صدراعظم د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې د خپل هېواد پر رښتينولۍ ټينګار کوي، د افغانستان د کورنيو چارو وزارت پر انټرکانټيننټال هوټل له حملې وروسته ويلي، دا حمله له پولې هاخوا ځای پر ځای حقاني شبکې کړې ده.

حقاني شبکه همغه ډله ده چې په افغانستان کې په تر ټولو خونړيو او په تر ټولو ماهرانه حملو کولو تورنه ده او امریکا پر پاکستان تور پورې کوي چې پر خپله خاوره کې يې د دغې شبکې پر وړاندې جدي اقدامات نه‌دي کړي.