د انتخاباتو کمېسیون: د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې مالي ستونزه حل شوه

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، د کمېسیون کارونه په ښه شکل مخته ځي او د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر او مالي لګښت په اړه ستونزې حل شوې دي.

د دغه کمېسیون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د کمېسیون له لوري د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې لومړني کارونه هم پیل شوي دي.

نوموړی وايي:

"د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون، نړیوالو مرسته کوونکو او یوناما ترمنځ یو تړون لاسلیک شوی چې د انتخاباتو د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر مالي لګښت چې شااوخوا ۳۰ میلیونه ډالره کېږي، د دوی له‎خوا یې د ۹۰ فیصده لګښتونو د ورکړې ژمنه شوې ده او ۱۰ فیصده‌يې د افغان حکومت له‎خوا ورکول کېږي."

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند او کمېشنر ګلاجان عبدالبدیع صیاد

ښاغلي صیاد وویل چې د راتلونکو ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو لپاره د رأیه ورکوونکو د نوم لیکنې د ثبت کتابونه ډیزاین شوي او ډېر ژر به چاپ شي.

د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر او مالي لګښت په اړه ستونزې حل شوې.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تر اوسه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوی کمېشنر سید حفیظ‎‌‎‎الله هاشمي د حکومت له لوري دغه کمېسیون ته نه‎دی معرفي شوی.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند وايي، د نوي کمېشنر له معرفي کېدو او د کمېشنرانو د شمېر په پوره کېدو سره به دوی د کمېسیون د رئیس، مرستیالانو، منشي او د ویاند د ټاکلو لپاره داخلي انتخابات ترسره کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون نوی کمېشنر سید حفیظ‎ ‎‎الله هاشمي

د راپورونو له‎مخې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره له ۲۰۰ میلیونه ډالرو ډېرې بودجې ته اړتیا ده.

د افغانستان راتلونکو انتخاباتو لپاره د مالي امکاناتو تر څنګ د یو شمېر ناامنه سیمو د امنیت ټينګښت هغه مسایل دي چې د خلکو او انتخاباتو د څارونکو ادارو اندېښنې يې راپارولې دي.

له بله پلوه د انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو شبکه يا اکسین د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د هلو ځلو هرکلی کوي، خو وايي چې د انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره ډېر کارونه پاتې دي چې مخکې له مخکې باید ورته پام وشي.

جانداد سپین‎غر

د دې شبکې رئیس جانداد سپین‎غر په‎دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"موږ دې ته ډېر هېله‌مند نه‌یو چې کوم تاریخ د کمېسیون له‎خوا د راتلونکي کال د سرطان ۱۶مه ټاکل شوې ده، په‎دې نېټه به انتخابات ترسره شي، ځکه تر اوسه بودجه په مستقیمه توګه د کمېسیون په واک کې نه‎ده ورکړل شوې، د ګمارنې پروسه پاتې ده او د نوم لیکنې بهیر لږ تر لږه ۱۰ میاشتې وخت ته اړتیا لري. دې ټولو مسئلو ته په پام سره، ښکاري چې موږ لا چمتو نه‎یو."

ښاغلي سپین‎غر همدارنګه د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره د یوه اجماع د رامنځته کېدو ټینګار وکړ او ویې‌ویل چې باید د سیستم دننه او بهر له سیاسي ډلو سره مشوره وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو ترسره کېدو ته نږدې شپږ میاشتې پاتې دي، خو د انتخاباتو څارونکې ادارې په‎دې موده کې د انتخاباتو لپاره چمتووالی ستونزمن ګڼي.

راپور: ناجیه ساپۍ