نی هاګ محکمې ته د تاوتریخوالي او جنګي جرمونو ۱۹۰ قضیې استولي

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره "نی" وايي، د جنګي جرمونو او بشري جنایتونو نړیوالې محکمې یا هاګ "ICC" ته‌یې په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته د ژورنالېستانو په وړاندې د جنګي جرمونو او بشري جنایتونو ۱۹۰ قضیې استولې دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو نه د ملاتړ ادارې اجرائیه رئيس مجیب خلوتګر د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د سلواغې ۰۲» په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دغو قضیو کې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو وژل، ټپي کېدل، تښتول، ګواښول او داسې نور موارد شامل دي.

د نی د دارې اجرائیه رئيس مجیب خلوتګر

نوموړی وايي:

"د نی دفتر دغه ۱۹۰ مورده د تاوتریخوالي یا د بشریت پر وړاندې د جنایت په توګه ثبت کړل. د ملګرو ملتونو له سازمان او افغان حکومت څخه مو هیله ده چې دوی هم دغه موارد ثبت او د لاجدیت او عدالت په خاطر یې له رسنیزو محاکمو سره مرسته وکړي."

نی "ICC" ته په افغانستان کې د جنګي جرمونو او بشري جنایتونو ۱۹۰ قضیې استولي.

ښاغلي خلوتګر وویل، د دغو جنګي جرمونو او بشري جنایتونو عاملین په درې ډلو «طالبانو، داعش او حقاني شبکې» وېشل شوي دي.

د ده په خبره سره له دې چې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو د خوندیتوب لپاره بېلابېل بنسټونه ژمنې کوي، خو په افغانستان کې لا هم د رسنیو کار کوونکي له ډول ډول ګواښونو او ان له مرګ سره مخ دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې او د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دوی په یو کلن راپور کې ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو لپاره د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناوړه او مرګونی کال په ګوته کړ.

د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: ۲۰۱۷ کې ۲۰خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په افغانستان ۲۰ خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو پوهان دغه وړاندیز ستايي، خو عملي کېدل‌یې د افغانستان په روانو حالاتو کې ستونزمن ګڼي.

افغان کارپو عبدالشکور دادرس

د دغو پوهانو له ډلې عبدالشکور دادرس ازادي راډیو ته وویل:

"په دې هېواد کې نه‌یوازې د ژورنالېستانو بلکې د ټول ملت پر وړاندې دغه جرایم چې نړیواله بڼه لري، روان دي او تر اوسه‌یې یو جرم هم نه‎دی څېړل شوی. تر کومه چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت نه‎وي، د مجرمینو نیول او محاکمه کول‌یې د جنایتونو د نړیوالې محکمې لپاره یو مشکل کار دی."

شااوخوا یوه اوونۍ مخکې د کورنیو چارو وزارت ازادي راډیو ته ویلي وو چې د افغان خبریالانو خوندیتوب او د دوی مسلکي فعالیتونو ته د اسانتیاوو برابرول، د کورنیو چارو وزارت په پلانونو کې شامل او په عملي کېدو یې لاس پورې شوی دی.

راپور: خان محمد سیند