صلاح الدین رباني د افغانستان په اړه د امنیت شورا په غونډه کې ګډون نه کوي

افغان چارواکي وايي، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې به د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني د افغانستان استازیتوب ونه کړي.

ښاغلی رباني د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور له لېرې کېدو وروسته د رابرسېره شوې لانجې د حل لپاره له څو اونیو راهیسې د جمعیت د ګوند د مشر په توګه له حکومت سره د خبرو اترو مشري کوي.

صلاح الدین رباني

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي سفیر او استازي محمود صیقل پخوا تردې ویلې و چې په دې غونډه کې به ښاغلی رباني ګډون وکړي، خو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت الله احمدي تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی رباني د ځینو مهمو کورنیو مسایلو له کبله په هېواد کې پاتې کېږي او پرځای یې ښايي د وزارت سیاسي معین په غونډه کې برخه واخلي:

"د افغانستان د اسلامي جمهوريت د بهرنیو چارو وزیر د کورنیو سترو او مهمو مسایلو په خاطر نیویارک ته خپل سفر فسخ کړ او ټاکل شوې چې د بهرنیو چارو وزارت له معینانو څخه یو- ښايي حکمت خلیل کرزی، په دې غونډه کې ګډون وکړي."

افغان حکومت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه مهمه بولي.

د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر احمداندیشه د تېرې سې شنبې په ورځ وویل، په دې غونډه کې د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځنۍ آسیا د هېوادونو د ونډې په اړه بحثونه په پام کې دي.

سیاسي کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد پوهاند ودیر ساپی وايي، امنیت شورا به د رباني له نه ګډون سره سره، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په اړه بحثونه او پرېکړې وکړي.

ښاغلي ساپي زیاته کړه:

استاد ودیر ساپی

"دا له یوې خوا د افغانستان د حکومت کمزوری موقف ښيي او دا چې په حکومت کې یووالی او همغږي نشته خو د افغانستان د سولې په اړه په بحثونو کې د بهرنیو چارو د وزیر نه ګډون چې خپلې شخصي ګټې یې تر ملي ګټو اوچتې بللي هم اهمیت نه لري او هغوی به د افغانستان د سولې په اړه حتماً خپلې پرېکړې وکړي."

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د یوې غونډې د تیاریو خبرونه په روانه اوونۍ کې وروسته له هغه خپاره شول چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی کابل ته ولاړ او له افغان چارواکو سره یې ولیدل.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفیر خیرت عمروف چې هېواد یې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دوره يي مشري کوي ویلي چې په افغانستان کې سوله به د ده د ماموریت هدف وي.