اسماعيل خان: د افغان حکومت او جمعیت اسلامي ترمنځ خبرې په ټپه ولاړې دي

د جمعیت اسلامي ګوند مسؤلین وايي، د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور په سر له حکومت سره د دوی خبرې بې نتیجې پای ته رسېدلې دي.

د دغه ګوند د مشرتابه شورا غړی محمد اسماعیل خان د یکشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۲۴ مه» ازادي راډيو ته وویل، جمعیت اسلامي د اختلافونو د حل په خاطر حکومت ته د یوه ۷ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې چې حکومت تر اوسه نه ده منلې.

دی که څه هم د دغې طرحې په اړه ډېر څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د بلخ د والي په توګه د ښاغلي نور پاتې کېدل او د ملي وحدت حکومت د سیاسي هوکړه لیک عملي کول په کې دوه مهمې غوښتنې دي.

محمد اسماعیل خان وايي، دواړه لوري له تر سره شويو خبرو خوښ نه دي، نو ځکه اوس په ټپه درېدلي دي.

محمد اسماعیل خان

نوموړي زیاته کړه:

"هغه طرحه چې مخکې ورکړل شوې، په اړه یې دواړه لوري له خبرو تقریباً راضي نه دي او په ټپه درېدلي دي."

خو نوموړی وايي، په خبرو کې رامنځته شوی دا حالت د خبرو د پای په معنا نه دی.

محمد اسماعیل خان وویل، تر اوسه دواړه لوري په خپلو وړاندیزونو ټینګار کوي چې د حکومت ټینګار بلخ ته د نوي والي انجنیر محمد دواد په معرفي کېدو دی.

د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا دغه غړي له دې وړاندې هم ویلي وو، باور نه لري چې د جمعیت اسلامي ګوند دا طرحه دې د حکومت له خوا ومنل شي، نو ځکه عطامحمد نور ممکن د والي په توګه په خپل ځای پاتې شي.

د ولسمشر له خوا د عطامحمد نور د استعفا تر منل کېدو وروسته ښاغلي نور تېره اوونۍ په بلخ کې یوې غونډې ته په خبرو کې ټينګار وکړ چې له حکومت سره د جمعیت ګوند خبرې پیل شوي او که دا خبرې نتیجه ورنه کړي، دی به د والي په توګه په خپل ځای پاتې شي.

خو په حکومت کې ځينو باوري سرچینو بیا ازادي راډیو ته ویلي وو چې د جمعیت ګوند او ارګ تر منځ هېڅ ډول خبرې نه دي شوي.

د جمعیت ګوند یوې سرچینې بیا د یکشنبې په ورځ وویل، د دواړو لورو تر منځ د افغانستان د بهرنیو چارو په وزارت کې د خبرو اوه پړاونه تر سره شوي، خو کومه نتیجه یي نه ده ورکړې.

عطامحمد نور

په ورته وخت کې د بلخ د نوي والي ویاند رحمت الله فطرت هم تأيیدوي چې د حکومت او جمعیت تر منځ خبرې په ټپه درېدلې دي.

ښاغلي فطرت وویل:

"هغه اقدامات چې حکومت د منازعاتو او ستونزو د حل په خاطر لرل، فکر کوم په ټپه ولاړ دي، تر اوسه د حکومت بله پرېکړه نه ده روښانه چې څه تصمیم به ونیول شي او څه په پلان کې لري."

ښاغلی فطرت وايي، نوی والي انجنیر محمد داود بلخ ته د تګ لپاره په خبرو کې د رامنځته شویو ستونزو هواري ته په تمه دی.

نوموړی وايي، دوی په دې برخه کې د زور او پوځي لارو پلوي نه دي، بلکې د دې غوښتونکي دي چې را منځته شوي اختلافات د خبرو له لارې حل شي.

له دې سره د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسفزاده ویلي، د عطامحمد نور لاسلیک نور دوی ته د اعتبار وړ نه دی او هغه اسناد چې د ښاغلي نور لاسلیک پرې وي، په اړه یې اجرات نه کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ