د خبریالانو خوندیتوب کمېټه: ۲۰۱۷ کې ۲۰خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، ۲۰۱۷ میلادي کال د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو ناوړه کال و.

د دغې کمېټې رئيس نجیب شریفي د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وضعیت په اړه د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۲۰ خبریالان د ترورېستي ډلو له‎خوا وژل شوي دی.

نجیب شریفي

دی وايي:

"په دغه کال موږ د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو ۱۶۹موارده لرل چې په دې کې ۲۰ د خبریالانو د وژلو پيښې وې، دا بې سارې شمېره ده، ځکه چې موږ کله هم په کال کې د ۲۰ خبریالانو د وژلو پېښې نه‎لرلې."

د ښاغلي شریفي په خبره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۳ خبریالان وژل شوي وو.

ده دا هم وویل چې د ۱۸خبریالانو د وژلو مسؤلیت داعش ډلې او د دوو د وژلو مسؤلیت، پر طالبانو دی.

۲۰۱۷ د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو لپاره په تاریخ کې تر ټولو ناوړه کال و.

په دغه راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۶ میلادي کال د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ګواښونو قضیې ۱۲۱ وې چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې دغه شمېره ۱۶۹ ته پورته شوې ده.

د راپور له مخې په دې کې د خبریالانو د ټپي کېدو ۶۱، دوی سره د ناوړه چلند ۳۲، د بندي کېدو ۱۲ او له دندې نه د لېرې کولو ۶ موارد شامل دي.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه د خبریالانو د وژلو او له دوی سره د تاوتریخوالي لاملونه، د دغو پېښو د عاملینو د مجازاتو معافیت، د وسله‎والو مخالفینو له‎خوا د فرهنګي مرکزونو په نښه کېدل او په مجموع کې د جنګونو او ناامنیو زیاتېدل ګڼي.

د یادې کمېټې رئیس اندېښنه وښوده، که د روانې ستونزې مخنیوي ته تدابیر جدي نه‎شي، د افغان خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو ژوند به تردې له زیاتو ستونزو سره مخ شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د خبریالانو د خوندیتوب لپاره ځانګړي پلانونه لري.

نصرت رحیمي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل:

"د خبریالانو د امنیت د خوندیتوب لپاره د کورنیو چارو د وزارت نوي مشرتابه، د دغه وزارت د کشف، استخباراتو او په مجموع کې ټول اړوندو ارګانونو ته په شفاهي او لیکلي بڼه سپارښتنې کړي چې د خبریالانو خوندیتوب په ښه توګه تأمین کړي."

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړې ادارې یا نی هم، د خبریالانو د وضعیت په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي و چې ۲۰۱۷ میلادي کال د خبریالانو لپاره تر ټولو ناوړه کال و.

نی په دغه کال کې د ۱۴ خبریالانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار په ملي ټلوېزېون، په کابل کې په شمشاد ټلوېزېون او دغه شان په تبیان فرهنګي مرکز د وسله‎والو بریدونه، د تیر میلادي کال تر ټولو خونړۍ پېښې ښودل شوي چې د رسنیو په لسګونو کارکوونکو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

راپور: خان محمد سیند