سپاه پاسداران: په ایران کې حکومت ضد مظاهرې ځپل شوي

د ایران سپاه پاسداران ځواک وایي چې په دې هېواد کې د حکومت ضد مظاهرې يې ځپلې دې.

د سپاه پاسداران په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ناکرارۍ چې د امریکا، اسرائیل، برېتانيا او سعودې عربستان له خوا پیل شوې وې، د بسیج ځواکونو، استخباراتو او پولیسو له خوا وځپل شوې.

په همدې حال کې د ایران پارلمان نن یکشنبه په هېواد کې د وروستیو حکومت ضد مظاهرو په اړه د بحث په خاطر غونډه وکړه.

د تړلو دروازو ترشاه د پارلمان دا غونډه د اصلاح غوښتونکو وکیلانو له خوا بلل شوې وه.

د پارلمان غړو د وروستیو تحولاتو په اړه د کورنیو چارو له وزیر عبدالرحمان رحماني فضلي، د استخباراتو وزیر محمد علوي او د ملې امنیت د شورا له مشر سپیناوی وغوښت.

یو شمېر وکیلانو د وروستیو مظاهرو پر مهال د تیلیګرام په ګډون پر ټولنیزو رسنیو د لګول شویو بندیزونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ایراني چارواکي وايي، مظاهره کوونکو له تیلیګرام څخه په استفادې خپل فعالیتونه تنظیمول.

د پارلمان اصلاح غوښتونکو غړو له حکومته وغوښتل چې نیول شویو مظاهره چیانو ته دې اجازه ورکړل شي چې له خپلو قانوني حقونو برخمن شي.

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو په عکس العمل د دې هېواد په لویو ښارونو کې زرګونه کسان د حکومت په پلوۍ راووتل او غونډې او لاریونونه يې تنظیم کړل.

سره له دې چې د ایران حکومت د رسنیو له خوا د مخالفينو د مظاهرو پر خپرېدو بندیز لګولی، خو د ازادې اروپا د د ازادي راډیو د فردا څانګه وايي، کره راپورونه ورته رسېدلي چې د تهران په ګډون په نهو ښارونو کې پرون هم د حکومت پر ضد مظاهرې وشوې.

د ایران د حکومت پر ضد مظاهرو کې چې یوه اوونۍ مخکې پیل شوي، تر اوسه د ۲۲ کسانو د وژل کېدو او ۱۷ سوو د نیول کېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

وروستیو مظاهرې چې په لومړي سر کې د بیوو د لوړوالي پر ضد پیل شوې، ورو ورو د حکومت پر ضد د خلکو په پاڅون بدلې شوې چې حکومت يې له لوی ازمون سره مخ کړ.

بل لورته د ایران ۱۶ اصلاح غوښتونکو مشرانو په یوې ګډه اعلامیه کې د حکومت دا ادعا رد کړه چې وايي، وروستۍ مظاهرې د پردیو له خوا تنظیم شوې دي .

اعلامیه وايي، په مظاهرو کې د پردیو د لاس لرولو په اړه د حکومت ادعا ایرانیانو ته سپکاوی دی او دا ددې مظاهرو له اصلي سببونو څخه سترګې پټول دي.

خو دې اصلاح غوښتونکو هغه څه چې د ایران په کورنیو چارو کې د امریکا او په ځانګړي ډول د ولسمشر ډونالد ټرمپ لاسوهنه بللې ده، رد کړې ده.

له هېواد څخه بهر یو شمېر ایرانیانو بیا پرون په هاګ، هامبورګ، ستوکهلم، لندن او برلین کې د ایران د سفارتونو مخو ته مظاهرې وکړې.