پر پاکستان د امریکا د فشارونو په اړه د افغان او امریکايي سناتورانو نظرونه یو دي

پر پاکستان د امریکا د فشارونو په اړه په کابل او واشنګټن کې د سناتورانو نظرونه او لید لوري یو دي.

پر پاکستان د امریکا د فشارونو په دوام رنډ پال په نوم یو امریکايي سناتور ویلي، پر داسې طرحې کار کوي چې پر پاکستان مرستې بندې او دغه هېواد ته ورکړل شوي پیسې هم بېرته راوګرځوي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډې کې هم پر پاکستان د امریکا د فشارونو مسئله د بحث دوده موضوع وه.

افغان سناتورانو ویل چې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا له کلونو وروسته په دې پوهېدلې چې پاکستانیان ورسره دوه مخې لوبه کوي.

دوی وايي، دا لوی بدلون دی او باید ښه ګټه ترې پورته شي.

زلمی زابلی

له ډلې سناتور زلمي زابلي د جرګې عمومي غونډې ته وویل:

"امریکایان باید نور هم پر خپل دریځ کلکه ودرېږي او نور اقدامات هم وکړي تر کومه چې درېمه نړۍ د دوی موقف تائید کړي، که چېرته دوی له پاکستان سره په یو شکل جوړ جاړی کوي دا به د افغانستان د خلکو لپاره د منلو نه وي."

دا په داسې حال کې ده چې تازه امریکايي سناتور رنډ پال په خپل ټوئیټ کې لیکلي، داسې طرحه به وړاندې کړي چې په راتلونکو څو ورځو کې پر پاکستان مرستې بندې او دغه شان هغه هېواد ته ورکړل شوې پېسې هم بېرته راوګرځوي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ښاغلي پال دغه نظریه ستایلې ده.

د روان مېلادي کال په لومړۍ ورځ د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړ چې امريکا ته يې دروغ ويلي، دوی یې تېر ایستي او په وروستيو کلونو کې یې ترې ميليارډونه ډالره بې نتیجې مرسته ترلاسه کړې ده.

په ورته وخت کې امریکايي چاپ نیویارک ټایمز ورځپاڼې تازه په یوه مطلب کې لیکي چې له پاکستان سره د پوځي مرستو ځنډول په دې معنی دي چې نور امریکایان له پاکستانه ناهیلې شوي دي.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا وايي، که څه هم پاکستان ته د امریکا ډېری ورکړل شوې پیسې د استخباراتي تعامل له مخې دي او بېرته ورکول یې امکان نه لري، خو دا ډول څرګندونې بې اغېزې نه شي پاتې کېدای.

د ولسي جرګې غړی عبدالروف انعامي وايي:

عبدالروف انعامي

"هغه څه چې روان دي که صداقت پکې موجود وي د راتلونکي بحث دی، اما د مرستو د بېرته ورکولو موضوع اصلاً امکان نه لري او دا هغه مرستې نه دي چې په قانوني توګه دې بېرته یو حکومت ته ورکړل شوي وي."

د ښاغلي انعامي په خبره که څه هم پر پاکستان د امریکا وروستي فشارونه پر خپل ډول لومړني دي، خو بیا به هم ولیدل شي چې دغه فشارونه څومره د سیمې او افغانستان له ثبات سره مرسته کولای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس