ګلبدین حکمتیار: د ارګ او جمعیت اسلامي په جنجال کې مداخله نه‌کوم

د جمهوري ریاست او د جمعیت اسلامي ګوند ترمنځ وروستیو رامنځته شویو اختلافاتو ته په کتو، د حزب اسلامي مشر وايي، حکومت باید دغه لانجه حل کړي، خو دوی نه‌غواړي چې په‌کې ښکېل شي.

ګلبدین حکمتیار چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۴» په کابل کې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل، که چېرې مخکې تر دې حکومتونه په قومونو او ائتلافونو نه وای ویشل شوي اوس به دا ستونزې نه رامنځته کېدای.

ښاغلي حکمتیار یو ځل بیا دا ژمنه تازه کړه چې هېڅ‌چا ته به د نظام د پرځولو اجازه ورنه‌کړي.

نوموړي زیاته کړه:

"دا د ملي یووالي د حکومت داخلي لانجه ده، موږ په‌کې مداخله نه‌کوو غواړو دا لانجه پای ته ورسېږي. د اوسني حکومت د تضعیف له هېڅ ډول هڅې سره موافق نه‌یو او ټول باید دا حقیقت ومني چې افغانستان یو قوي مرکزي او ځواکمن حکومت ته اړتیا لري."

ښاغلي حکمتیار دغه‌شان انتقاد وکړ چې په حکومت کې ځینې کړۍ له دولتي امکاناتو په استفادې سره غواړي دوی کمزوري او بدنامه کړي.

نوموړي که څه هم ښکاره چاته اشاره ونه‌کړه، خو ویې‌ویل هغه مهال چې د افغانستان د ملي امنیت ریاست مسؤلیت د دوی د مخالفې کړۍ په غاړه وه د طالبانو او حزب اسلامي شااوخوا ۸۰ زره غړي یې زنداني کړي وه.

د حزب اسلامي مشر هغه ادعاوې هم رد کړې چې ګواګې د دغه ګوند غړي له داعش ډلې سره همکاري لري.

خو د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان بیا وايي، په هرې ډموکراتیکې ټولنې کې د واک وېش موجود وي، خو د ځانګړو اصولو له مخې.

له ډلې یې مشتاق رحیم په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه فکر کوم که د واک تقیسم په دې معنی وي چې د افغانستان ټول قومونه په‌کې ځان وګوري. دا سمه ده او د ملت جوړونې یو طریقه هم ده، خو که واک په غیر قانوني ډول واک وېشل کېږي دا به د افغانستان د نظام لپاره ننګونکې وي."

د ښاغلي رحیم په خبره سیاسي ډلې به له حکومت سره خپل مخالفتونه لري چې ښايي ځینې یې مشروع او ځینې نا مشروع وي، خو په خبره‌یې د نظام د تخریب هڅې چې تر هر عنوان لاندې وي مخنیوی یې ملي مسؤلیت دی.

راپور: محمد حدیث پردېس