مایک پنس: د ایراني ځوانانو له ازادۍ غوښتونکو مظاهرو ملاتړ کوو

د امریکا مرستیال ولسمشر د ایران پر ځوانانو غږ کړی چې په تهران کې د حکومت ضد مظاهرو سره یوځای شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر وایي، امریکا نه‌یوازي د ایران، بلکې په ټوله نړۍ کې د هغو کسانو تر ځنګ درېږي او مرسته ورسره کوي چې د ازادۍ او ډموکراسۍ غوښتونکي دي.

مایک پنس تېره ورځ د امریکا غږ خبریال ته ویلي چې که د ایران ځوانان دغه اهداف تعقیبوي، نو په تهران کې دې د حکومت ضد اعتراضونو سره یوځای شي.

مایک پنس

پنس وایي:

"زما هدف او زما دعا د ایران خلکو په ځانګړي ډول ځوانو وګړو ته چې تحصیل لري دا ده چې پوه شي د امریکا متحده ایالات او د دغه هېواد خلک د هغوی رښتوني متحدین دي. موږ غواړو دوی یوه ازاده او ډموکراتیکه راتلونکې ولري او له هغه رژیمه لیرې واوسي چې په پرله‌پسې ډول نړۍ ګواښي."

مایک پنس له امریکا غږ سره په یوه مرکه کې ویلي په هغه صورت کې به امریکا د یوه متحد په توګه د دوی تر څنګ ودرېږي او ملاتړ به‌یې وکړي.

پنس دغه‌راز د ایران د ۲۰۰۹ کال هغو مظاهرو ته هم اشاره وکړه چې خلک په انتخاباتو کې د درغلیو د ادعاوو په اعتراض راوتلي وو، خو پنس وایي، هغه مهال د ایرانیانو سپینې ماڼۍ ته سترګې وې او تمه‌یې وه چې د امریکا مشرتابه به یو څه وکړي، خو دی وایي، هغه مهال د بارک اوباما ادارې هېڅ ونه‌کړل.

په مشخص ډول د امریکا هېڅ چارواکي نه‌دي ویلي چې امریکا به د ایران د حکومت ضد اعتراض کوونکو سره څه ډول ملاتړ وکړي، خو د امریکا مرستیال ولسمشر تېره ورځ په خپلو خبرو کې دومره وویل چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ اداره ژمنه ده چې په ایران کې د بدلون راوستلو په برخه کې به د ایرانیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او دا یې ویلي چې دا ژمنه‌یې یوازې شفاهي نه‌ده.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د جنورۍ پر درېیمه نېټه د ایران مظاهره‌چیانو ته په ټویټر لیکلي:

"امریکا به په یوه مناسب وخت کې له تاسو کلک ملاتړ وکړي."

مایک پنس وایي، د ایران د ازادۍ په اړه د ولسمشر ټرمپ څرګندونې د ازادي د یوه مخکښ اتل په توګه د امریکا د اصولو سره برابره ده.

په همدې حال کې په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر پرون وویل چې د ولسمشر ټرمپ او مایک پنس دا ډول څرګندونې د ایران په کورنیو چارو کې مداخله ده.

غلام علي خوشرو پرون ناوخته د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یو لیک استولی او امریکا یې تورنه کړې چې د ده په خبره په مضحکانه توګه د مظاهره‌چیانو د ملاتړ په نوم د ایران په کورنیو چارو کې مداخله کوي، نړیوال قوانین او د ملګرو ملتونو طرزالعملونه‌یې تر پښو لاندې کړي دي.

د ایران سفیر ښاغلي خوشرو په هېوادونو غږ کړی چې د واشنګټن دریځ وغندي.

بل‌خوا یو شمېر بهرني څېړونکي دا پوښتنه مطرح کوي چې ایا امریکا کولای شي په ایران کې د حکومت ضد مظاهره‌چیانو سره مرسته وکړي؟

په ایران کې له شااوخوا یوې اوونۍ راهیسې مظاهرې پیل شوي او په‌کې د رژیم او مذهبي مشر پر ضد شعارونه ورکول کېږي.

په ایران کې مظاهرې.

تر اوسه پورې له پولیسو سره په اخ او ډب کې ۲۲ تنه وژل شوي او همدا مسئله د دې لامل شوه چې امریکا د ایران د دغه کړکېچ په باب د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې بېړنۍ غونډې د وربللو غوښتنه کړې ده.

ولسمشر ډونالد ټرمپ ته نږدې سرچینو ویلي په ایران باندې به د دې لپاره چې مظاهره‌چیان‌یې ځپلي او د بشر حقونه‌یې نه‌دي مراعات کړي بندیزونه ولګوي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ویلي چې موږ غواړو مرسته وکړو چې د ایرانیانو غږ تقویه شي.