د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د ولسي جرګې له استیضاح بریالی ووت

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د ولسي جرګې له استیضاح بریالی ووت.

د افغانستان د ولسي جرګې د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د دوشنبې په ورځ استېضاح کړ.

د ولسی جرګې اداري پلاوي د ښاغلي عثماني د استېضاح موارد د زیاتو سلاکارانو په دندو ګمارل، د ۱۳۹۵ لمریز کال د پراختیايي بودجې کم مصرف او د مچلغو د پاشدان او المار د بندونو د تړونونو فسخه کول یاد کړل.

نذیر احمدزی

د ولسي جرګې د ۲۳۳ وکیلانو له ډلې، ۱۶۶ تنه حاضر وو، هغو د اوبو او انرژۍ وزیر ته رأیې ورکړې چې په پایله کې یې د جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې د استیضاحیه غونډې مشري یې کوله، نتایج داسې اعلان کړل:

"د اوبو او انرژۍ د جناب وزیر صاحب د باور رأیې ۱۲۴، نه باور رأیې ۳۲، باطلې رأیې۶ او یوه سپینه رأیه ده، نو وزیر صاحب په خپل ځای پاتې شو."

دا په داسې حال کې ده چې نېږدې یوه میاشت وړاندې ولسي جرګې د حکومت له لورې د ۱۲معرفي شویو نوماندو وزیرانو له ډلې، ۱۱ ته د تأیيد رأیه ورکړه، خو نرګس نهان چې د کانونو او پټرولیم وزارت ته نومانده وه، له جرګې د باور رأیه تر لاسه نه ‌کړه.

د یادونې ده چې د اوبو او انرژۍ د وزیر د استیضاح په اړه وکیلانو بېلابېل مسایل شریک کړل.

د ولسي جرګې غړي کمال ناصر اصولي وویل، دوی ته د تفتیش د عالي ادارې له خوا سپارل شوي اسناد څرګندوي چې د اوبو او انرژۍ په وزارت کې روان کارونه ټکان ورکوونکي دي.

خو د دغې جرګې یوه بل غړي عبدالصبور خدمت بیا وویل، یوشمېر مافیايي کړۍ چې په سیاسي او اقتصادي برخو کې فعالې دي، هڅه کوي چې په دې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت پلانونه ګډوډ کړي.

خو ښاغلي خدمت په دې اړه د کومې خاصې کړۍ نوم وانه خیست.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني د استیضاح په غونډه کې وویل، د کورنیو او بهرنیو فشارونو، د مافیايي کړیو او ګاونډیو هېوادونو فشارونو ته به هېڅکله هم غاړه کې نږدي.

د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني

ښاغلي عثماني زیاته کړه:

"زه شخصاً قول در کوم چې له نن ورځې تر هر وخته چې یم، کورنیو او بهرنیو فشارونو ته به غاړه کې نږدم او هم به د ګاونډیو هېوادونو، مافیايي کړیو او د اشخاصو فشارونو ته تسلیم نه شم."

د ولسي جرګې یوه غړې شکېبا هاشمي تور پورې کړ چې پاکستان او ایران هڅه کوي چې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو مخه ونیسي، نو ځکه په دې ډول د علي احمد عثماني له دندې د ګوښه کېدو هڅې کوي.

راپور: رحمت الله افغان